د پیسو د نړیوال صندوق پلاوی سره د افغانستان بانک پلاوی خبرې اترې

د افغانستان بانک عمومي رئیس ښاغلي خلیل صدیق د مل پلاوي سره یوځای د پیسو د نړیوال صندوق په خبرو اترو کې چې د ۱۳۹۵ کال د کب میاشتې په دوېمه اوونۍ کې د دوبی په ښار کې جوړه شوې وه، ګډون وکړ.

په دې خبرو اترو کې د مقداري موخو د تطبیق پروسې د ارزولو په اړه چې د ۲۰۱۶ کال کې د لوی اقتصاد د ثبات د ساتلو او پیاوړي کولو باندې متمرکزه دی، د هېواد د مالي او بانکي نظام د پیاوړتیا په برخه کې د تشکیلاتي اصلاحاتو باندې د څارنې موخو ارزول، د شاخصونو د وضعیت او د اقتصادي بدلونونو په تېره بیا د لوی اقتصاد متحولینو، د انفلاسیون نرخ، د اداینو د بیلانس او د هېواد د اسعاري زیرمو په اړه بحث وشو.

د تشکیلاتي اصلاحاتو او کمي موخو باندې د څارنې هدفونو په اړه لومړنۍ هوکړه چې د ۲۰۱۷ کال په لومړي نیمايي او دوېم نیمايي کې د لوی اقتصاد د ثبات ساتلو باندې تمرکز کوي، د ۲۰۱۷ کال او د منځ مهالې دورې لپاره د یاد شویو اقتصادي متحولینو وړاندې وینه، د هېواد د مالي او بانکي سکتور وضعیت، په بانکي سکتور کې بدلونونه او پرمختګونه، د هېواد د بانکي او مالي سکتور د پیاوړتیا او د قانوني چوکاټ او خوندیتوب په برخه کې د مرکزي بانک اقدامات او د پیسو د تطهیر او د ترهګرۍ د تمویل په وړاندې د مبارزې رژیم د پیاوړتیا په برخه کې پرمختګونه او لاسته راوړنې د خبرو اترو نور مهم موضوعات جوړول.

په دې خبرو اترو کې د پولي سیاست، مالي سیاست او د اسعاري زیرمو د مدیریت په برخه کې د مرکزي بانک او د افغانستان دولت کړنې او د دې ترڅنګ تشکیلاتي اصلاحات او د هېواد مالي او بانکي سکتور د ښه والي په لور اصلاحات د پیسو د نړیوال صندوق لخوا تایید شوي دي.

د خبرو اترو په پای کې ګډون کوونکو ريیسانو د دغو خبرو اترو د لاسته راوړنو په اړه د خوښۍ څرګندولو په ترڅ کې د افغانستان او د پیسو د نړیوال صندوق د ګډ اقتصادي پروګرام پرمختګ او د ۲۰۱۷ کال لپاره د نوي موخو باندې هوکړه د افغانستان د اقتصادي ثبات او پراختیا په لور د یو ډېر مهم ګام په توګه وارزاوه.

د یادولو وړ ده چې په دې خبرو اترو کې د افغانستان بانک پلاوی سربېره، د اکلیل حکیمي په مشرۍ د مالیې وزارت پلاوی هم ګډون کړی و.