د افغانستان بانک لوی رئیس ښاغلي خلیل صدیق او ورسره پلاوي د مارچ په ۴ نېټه (د ۱۳۹۵ د کب ۱۴) د سیټي ګروپ د سوداګریز بانک له اجرايي رئیس سره ولیدل.

په دې لیدنه کې د اقتصاد د عمومي وضعیت او د افغانستان د اقتصادي ودې او پرمختیا د لید لوري په اړه بحث او نظرونه تبادله شول.

ورپسې د افغانستان بانک لوی رئیس د بانکي سکتور، د قوانینو او مقررو د تطبیق، د پیسو د وینځلو او د تروریزم د مالي تمویل، د اسعاري زېرمو د مدیریت او د بانکونو ترمنځ د لیږدونو په برخو کې د افغانستان وروستي پرمختګونه تشریح کړ او د هېواد په بانکي نظام کې یې د پراخه اصلاحاتو او اقداماتو د راوستلو ترڅنګ له سیټي ګروپ څخه وغوښتل چې د افغانستان له بانکونو سره خپلې اړیکې پراخه کړي.

ښاغلي صدیق په دې لیدنه کې یادونه وکړه چې د افغانستان بانکونو د پیسو د وینځلو او د ترهګرۍ د تمویل پر وړاندې د مبارزې د مقررو د تطبیقولو په برخه کې ډېری لګښتونه کړي دي، نو لازمه ده چې په مقابل کې یې د بانکونو ترمنځ لیږدونو او نورو نړیوالو خدمتونو څخه برخمن شي. نوموړي همدا ډول د مالي اقداماتو د نړیوالې ادارې FATF د کړنو د پلان بشپړ تطبیق ته په اشارې سره په نږدې راتلونکي کې د نړیوالې څېړنې د پلاوي د لیدنې هیله وکړه چې د پلاوي له لیدنې وروسته به افغانستان د څېړنې له پروسې بهر شي او له همدې امله یې د لیدنې او د افغانستان له بانکونو سره د اړیکو د ټینګولو په موخه د سیټي ګروپ پلاوي ته بلنه ورکړه.

په پای کې د سیټي ګروپ پلاوي د بانکي سکتور په برخه کې د افغانستان د وروستیو پرمختګونو او همدا ډول د افغانستان د بانکونو د لیدنې لپاره د افغانستان بانک د لوی رئیس له بلنې څخه د مننې ترڅنګ له د افغانستان بانک سره د همکاریو پر دوام د ټینګار ترڅنګ چمتوالی څرګند کړ چې د هېواد سوداګریزو بانکونو ته هم خپلې اړیکې وغځوي.