مطبوعاتي بیانیه

کابل، د ۱۳۹۵ د کب ۲۸ – په ۱۳۹۵ کال کې د افغانستان بانک د عالي شورا وروستۍ غونډه د کب میاشتې په ۲۴ او ۲۵ نیټه د افغانستان بانک د عالي شورا د رئیس ښاغلي خلیل صدیق په مشرۍ او د غونډې د غړو په ګډون سره جوړه شوه.

د افغانستان بانک عالي شورا د اجنډا سره سم په تېرو میاشتو کې د څارنې، پولي سیاست، حقوقي چوکاټ، ثبات او مالي نظام د ټینګښت، د مدیریتي چارو او نورو اړوندو موضوعاتو په اړه د افغانستان بانک د کړنو او لاسته راوړنو راپورونه تر بحث او ارزونې لاندې ونیول چې په دې غونډو کې تر ټولو مهم مطرح شوي موضوعات لاندې خلاصه کېږي:

په سر کې د هېواد اقتصادي وضعیت او اقتصادي وده، د بدلونونو عوامل، د انفلاسیون د نرخ وضعیت، د اداینو بیلانس، د اقتصادي کمي شاخصونو په اړه د ژمنو تطبیقول، اسعاري او پولي زیرمې، د اسعارو د لیلام اندازه او عمومي اقتصادي وضعیت، پولي بدلونونه، د اسعارو په وړاندې د افغانۍ د مبادلې نرخ او د بانکي سکتور وضعیت په اړه بحث او غور وشو.

د افغانستان بانک عالي شورا په ۱۳۹۵ کال کې د بانک د مالي صورت حسابونو راپورونه چې د بهرنیو تفتیش کوونکو لخوا ارزول شوی او د یو راپور له لارې د یادو صورت حسابونو سلامتیا منعکس شوی، تاييد او متن یې منظور کړ.

د افغانستان بانک عالي شورا د ۱۳۹۶ مالي کال کې په لومړي ربعه کې د پولي سیاست راپورونه ښه وارزول او د ۱۳۹۶ مالي کال د پاتې مودې لپاره د پولي سیاست پلانونه تاييد کړل.

د افغانستان بانک عالي شورا د بانکونو د اصلاحي پلانونو د تطبیق د څرنګوالي راپور تاييد کړ او د بانکي سکتور عمومي وضعیت یې تدقیق او له هره اړخه وارزاوه.

د افغانستان بانک عالي شورا د افغانستان بانک د معلوماتو د ساتنې، مدیریت او خوندیتوب سیستمونه د معلوماتي تکنالوژۍ له پلوه وکتل او د چارو د لا ښه والي لپاره اړوندو مسوولینو ته اړینې لارښوونې ورکړل.

د افغانستان بانک عالي شورا د نړیوالې ټولنې په تېره بیا د پیسو نړیوال صندوق او AFTF د ژمنو د تطبیق په تړاو د افغانستان بانک مرستې د نړیوالو معیارونو سره سم د بانکي سیستمونو د پیاوړتیا لپاره یو مثبت ګام بللی او د دغو ژمنو د پلې کېدو لپاره اړینې لارښوونې صادر کړل.

د افغانستان بانک عالي شورا د پانګې اچونې کړنلارې، د محاسبې د ځانګړي سیستم د کاري طریقې او د اداري لارښودونو او کړنلارو د طرحه او ترتیب په اړه د افغانستان بانک اقدامات وستایل او اړوند وړاندیز شوي طرحې منظور کړل.

د افغانستان بانک عالي شورا د ۱۳۹۶ مالي کال په لومړي ربعه کې د بانکي سکتور د کړنو او وضعیت او د بانکونو او د مجوزه مالي موسسو د هر اړخیز او اختصاصي څارنې په اړه د افغانستان بانک راپورونه واوریدل او اړینې لارښوونې یې ورکړل.

د افغانستان بانک عالي شورا د دې شورا د تصمیمونو د تطبیق او د ترسره شویو کتنو په اړه د افغانستان بانک د تفتیش کمیټې راپور واوریدل او هغه یې تاييد کړل او د تصمیمونو د لا ښه تطبیق لپاره یې ټینګار وکړ.

د افغانستان بانک عالي شورا د اجنډا سره سم نور طرح شوي متفرقه موضوعات په غونډه کې ارزولي او په اړه یې اړینې لارښوونې ورکړي دي.