پیردل | پلورل | |
---|---|---|
امريکايي ډالر | 76.8688 | 76.6688 |
يورو | 86.4706 | 85.8706 |
انګليسى پونډ | 99.7766 | 98.9766 |
- زمونږ په اړه
- لیدلوری او ماموریت
- موخې
- اصلي دندې
- د افغانستان بانک بنسټیز او محوري ارزښتونه
- عالي شورا
- عامل پلاوی
- آمریتونه
- د ریاست د دفتر عمومی آمریت
- د پولي سیاست لوی آمریت
- د مالي چارو د څارنې لوی آمریت
- د بازار عملیات لوی آمریت
- د ټولو ناظر اداره
- د مالي شخړو د حل کمېسیون پیژندنه
- د مالي استخباراتو اداره
- د افغان امانتونو د بیمې اداره
- د عامه اعتباراتو د ثبت اداره
- د مالي او محاسبې لوی آمریت
- د معلوماتي تکنالوژۍ لوی آمریت
- د بشري منابع لوی آمریت
- د حقوقي مشاوریت اداره
- د بانکي عملیاتو لوی آمریت
- د تادیاتو لوی آمریت
- د نړیوال بانک د تمویلي پروژو لوی آمریت
- د خدماتو لوی مدیریت
- د مالی خدماتو د پراختیا لوی آمریت
- د تدارکاتو آمریت
- د مالي خطرونو آمریت
- زون / نمایندګی
- پولي سیاست
- مالي څارنه
- قوانین او مقررې
- رسنیز مرکز
- مالی صورت حساب
- تدارکات او استخدام
د مالي خدمتونو د پراختیا د تګلارې جوړول د افغانستان بانک په کاري اجڼدا کې شامله ده
کابل، ۱۳۹۶ د وري ۷ ـ د مالي خدمتونو د پراختیا د ملي کمیټې لومړۍ کاري غونډه د افغانستان بانک د لوی رئیس ښاغلي خلیل صدیق په مشرۍ د افغانستان بانک د کنفرانسونو په تالار کې جوړه شوه. د افغانستان بانک لوی رئیس ښاغلي خلیل صدیق د دې کمیټې په پرانیست غونډه کې وویل چې په نړۍ کې د بې وزلۍ د کمیدو او د عاید د نابرابرۍ په اړه د اقتصادي څېړنو پایلې ښکاره کوي چې مالي خدمتونو لکه؛ بانکي حسابونو، د سپما حسابونو، بانکي پورونو، د بیمې خدمتونو او اداینیزو وسایلو لکه؛ دبټ کارت، کریډټ کارت، د مخکې ورکړې کارتونو، الکترونیکې پیسو، د موبایل له لارې بانکوالۍ او کوچنيو او منځنیو تشبثاتو ته د عامه لاسرسۍ پراختیا کولای شي د بې وزلې په کمولو کې مثبته اغیزه ولري.
د افغانستان بانک لوی رئیس ښاغلي خلیل صدیق زیاته کړه "د موضوع د ارزښت او مالي خدمتونو ته د عامه لاسرسۍ د اوسنۍ ټیټې کچې په پام کې نیولو سره د افغانستان بانک د هېواد د مالي ـ بانکي سکتور د رهبري کوونکي او قانون جوړوني په توګه ژمن دی څو په ۱۳۹۶ مالي کال کې مالي خدمتونو ته د عامه لاسرسۍ د پراختیا ملي تګلاره جوړه او د ترسره کیدو پړاو ته ورسوي. "
ورپسې مالي خدمتونو ته د عامه لاسرسۍ د پراختیا لوی آمر ښاغلي میر احمد شکیب د پراخه اقتصادي ودې، د بې وزلۍ د کموالي او عاید د نابرابرۍ او د مالي خدمتونو د پراختیا د رول په اړه خبرې وکړې او مالي خدمتونو ته د عامه لاسرۍ د پراختیا د تګلارې په جوړولو، پلي کولو او د تطبیق د څارنې په څرنګوالي باندې یې بحث وکړ.
د مالي خدمتونو د پراختیا ملي کمیټه چې غړي یې د مالیې وزارت، د هېواد د بانکوو د ټولنې، د مسفاء ادارې(د کوچنیو پورونو مؤسسه) او ۲۰ نورې دولتي او خصوصي مؤسسو او ادارو استازي رانغاړي، په دې پروسه کې د ادارو د لا زیاتې همغږۍ په رامنځ ته کولو باندې تاکید کوي.