په د افغانستان بانک کې د وړتیا اصل په پام کې نیول کیږي

کابل، ۱۳۹۶ د وري ۱۹ـ د افغانستان بانک مشر تابه پلاوي د وړ اشخاصو په ټاکنه کې د ژمنتیا د اصل په رعایتولو او د کاري تجربې او شالید په پام کې نیولو سره ښاغلي رضوان الله مسکین د خدمتونو د لوی آمر په توګه، ښاغلی عبدالمتین غفوري مالي خدمتونو ته د عامه لاسرسۍ د مرسیتال په توګه او ښاغلی احمد خالد د پولي سیاست د لوی آمریت د څېړنې او راپور ورکونې د مرستیال په توګه وټاکل. 

د افغانستان بانک لومړي مرستیال ښاغلي واحدالله نوشیر په دې غونډه کې د خبرو پر مهال وویل چې له اداري فساد سره مبارزه، حساب ورکول او د روڼتیا تأمینول د افغانستان بانک له اصلي ارزښتونو څخه ګڼل کیږي چې د دې ارزښتونو په ترلاسه کولو کې د افغانستان بانک د هرې شعبې رول ډېر مهم او اغیزمن دی.

د غونډې په دوام کې د افغانستان بانک لومړي مرستیال د هېواد له حالاتو سره سم د معقول پولي او اسعاري سیاستونو طرحه کول، اقتصادي وده، د کورنیو بیو د ټیکاو تأمینول او د ملي پیسو د ارزښت ساتل د افغانستان بانک د پولي سیاست موخې وګڼلې او زیاته یې کړه چې د دې موخو د ترلاسه کولو لپاره تل هڅه شوې څو په د افغانستان بانک کې روڼ انده، د لوړو زده کړو درلودونکي او متخصص ځوانان وګمارل شي.

ورپسې د افغانستان بانک دویم مرستیال ښاغلي محمد قسیم رحیمي په دې اړه د خبرو پر مهال وویل چې تمه کیږي په خپلو پر له پسې هلو ځلو سره د بانکي نظام د لا ښه والي او اغیزناکۍ په برخه کې ګټور واقع شی. نوموړي مالي خدمتونو ته د عامه لاسرسۍ د پراختیا د رول په اړه یادونه وکړه او هر یو یې د خپلو دندو ارزښت ته متوجې کړل.

د یادونې وړ ده چې په یاده غونډه کې د افغانستان بانک د لومړي او دویم مرستیال سربېره د افغانستان بانک د شعبو یو شمېر آمرینو هم ګډون کړی ؤ.