د افغانستان بانک په مرکزي زون کې زاړه بانکنوټونه وسوځول شو

کابل، 1396 د وری 21- د افغانستان بانک په مرکزي زون کې د افغانستان بانک دویم مرستیال ښاغلي محمد قسیم رحیمی او د مشرانو جرګې، مالیې وزارت او د افغانستان اسلامی جمهوریت د عدلیې وزارت د استازو په ګډون  د پلاوي د کره شمیرنې وروسته زاړه بانکنوټونه وسوځول شو.

راټول شوي زاړه بانکنوټونه چې د 360000000 افغانۍ په ارزښت 8000 بنډلو ته رسیدل دګمارل شوي پلاوی لخوا ځانګړو کورو ته د لیږد وروسته وسوځول شو. په دغه بانکنوټونوکې 10، 20، 50 او 100 افغانیګۍ شامل ؤ  چې هر یو بانکنوټ څخه د 2000 بنډله د ذکر شوي ادارو د پلاوی او د رسنیو د استازو په حضور کې  وسوځول شو.

په پای کې د افغانستان بانک دویم مرستیال ښاغلي محمد قسیم رحیمی د ژورنالیستانو پوښتنوته یی ځواب وویل او دا بهیر د ځینو کورنیو رسنیو لخوا په ژوندۍ بڼه خپره شوه.