د افغانستان بانک په هېواد کې د اسلامي بانکدارۍ د پراختیا په هڅه کې دی

کابل،1396 کال، د وری 21- د  اسلامي بانکدارۍ دویمه کاری غونډه  د افغانستان بانک د لومړي مرستیال ښاغلي واحد الله نوشیر په ګډون د افغانستان بانک د کنفرانسونو په ټالار کې جوړه شوه.

د افغانستان بانک لومړي مرستیال ښاغلي واحد الله نوشیر په دغه غونډه کې د خبرو پر مهال وویل چې د افغانستان بانک هڅه کوي چې په هېواد کې د نورو بانکي خدمتونو تر څنګ د اسلامي بانکدارۍ د لا ودې لپاره زمینه برابره کړي.

ښاغلي نوشیر زیاته کړه چې د اسلامي بانکدارۍ پراختیا په هېواد کې د  سوداګر او متشبثینو لپاره  د لا زیاتې آسانتیا لامل کیږې  او د اسلامي بانکدارۍ د ګټو په مرسته د هېواد په اقتصادی وده کې ګټور واقع شي.

د افغانستان بانک لومړي مرستیال د داشان غونډو جوړول د هېواد د بانکي نظام لپاره اغیزناکه وباله او د دی ترڅنګ ژمنه یې وکړه چې د هر اړخیزو وړاندیزونو لکه د اسلامي بانکدارۍ د پراختیا لپاره د اسلامي پراختیايي بانک څخه د پور د راجلبولو وړاندیز، اسلامي بانکدارۍ کې د ګټې د ویش میکانیزم او مقررې جوړولو د صکوکو موضوع، له هېواده بهر اسلامي بانکدارۍ پانګه اچونه، د شتمنیو د ډله بندۍ مقررې او داسلامي بانکدارۍ د پراختیا د څرنګوالي په اړه به په راتلونکي غونډې کې غور اوکتنه وکړي.

 د یادونې وړ ده چې د اسلامي بانکدارۍ خدمتونه د اوو سوداګریزو بانکونو لخوا  په هېواد کې وړاندې کیږې او دغو بانکونو کمیټې جوړې کړي څو  د هېواد والو لپاره د اسلامي بانکدارۍ لا غوره خدمتونه  وړاندې کړي.