د افغانستان بانک په لویدیځ زون کې د افغانستان بانک د موخو او دندو په اړه روزنیز ورکشاپ جوړ شو

د زده کړیالانو، د پولي خدمتونو وړاندې کوونکو او صرافانو لپاره د لویدیځ زون د سیمه ییز دفتر د کارکوونکو د روزنې او ودې په مرکز کې د ۱۳۹۶ کال د وري په ۲۷ نیټه باندې د افغانستان بانک د لویدیځ زون د سیمه ییز دفتر لخوا د موخو، دندو او د افغانۍ د ساتلو په اړه یو ورځنی روزنیز ورکشاپ جوړ شو.

د افغانستان بانک د لویدیځ زون آمر انور شاه یوسفي د غونډې په پیل کې د ښوونځیو د زده کوونکو، د زده کړیالانو او په هېواد کې د پولی خدمتونو د وړاندې کوونکو په شان د ټولنې بیلابیلو قشرونو د پوهاوي لپاره د دا شان ورکشاپونو د ګټوره بللو په ترڅ کې وویل چې د افغانستان بانک د زونونو سیمه ییزو دفترونو تل هڅه کړې چې د خپلو صلاحیتونو او دندو په چوکاټ کې د خلکو د ذهنیت د روښانه کولو په موخه اړین اقدامات وکړي.

په همدې حال کې د لویدیځ زون اقتصاد پوه عبدالناصر قریشي چې ګډون کوونکو ته یې د ورکشاپ په اړه توضیح ورکاوه وویل چې د افغانستان بانک له دندو څخه یو د افغانۍ بانکنوټونو چاپول او د مسکوکاتو ضربول دی. ښاغلي قریشي د بانکنوټونو څخه ساتنه د افغانستان بانک له مسوولیتونو څخه وګڼل خو له خلکو یې هم وغوښتل چې د افغانۍ د ساتلو او په معاملو او راکړو او ورکړو کې د افغانۍ څخه د ګټې اخیستلو د لادودولو په برخه کې همکاري وکړي او د ملي پیسې د دودولو بهیر څخه ملاتړ وکړي.

د یادولو وړ ده چې له دې مخکې د افغانستان بانک ختیځ او سهیل لویدیځ زونونو هم ورته ورکشاپونه جوړ کړي وو.