د پیسو د نړیوال صندوق د ۲۰۱۷ کال په پسرلنۍ غونډو او په څنډه کې یې په نورو غونډو کې د افغانستان بانک د لوی رئیس ګډون

د افغانستان بانک لوی رئیس ښاغلي خلیل صدیق او د افغانستان بانک لومړي مرسیتال ښاغلي واحد الله نوشیر او ورسره پلاوي د پیسو د نړیوال صندوق او د نړیوال بانک د عالي اجرائیوي بورډ په پسرلنۍ غونډو کې ګډون وکړ.

د پیسو د نړیوال صندوق او نړیوال بانک پسرلنۍ غونډې د اپریل د میاشتې په درېمه اونۍ د امریکا د متحده ایالاتو د واشنګټن په ښار کې د مرکزي بانکونو د رئیسانو او د پیسو د نړیوال صندوق د غړو هېوادونو د مالي او بانکي چارواکو په ګډون د پیسو په نړیوال صندوق او نړیوال بانک کې جوړې شوې وې. په دې غونډو کې د نړۍ د اقتصاد وروستۍ وضعیت، د پرمختللو، پرمختګ په حال کې او د لږ پرمختګ درلودونکو هېوادونو د پولي او مالي سیاستونو پر وړاندې ننګونې او لید لوری تر بحث لاندې ونیول شو.

د دې غونډو په څنډه کې د افغانستان بانک لوی رئیس د پیسو د نړیوال صندوق له مرستیال، د نړیوال بانک مرستیال او یو شمېر کارکوونکو، د منځنی آسیا، مرکزي آسیا او د افغانستان په چارو کې د پیسو د نړیوال صندوق چارواکو او د امریکا د متحده ایالاتو د خزاندارۍ د وزارت چارواکو، د امریکا د متحده ایالاتو مرکزي بانک (فدرال رزرف) چارواکو او د څو نړیوالو مهمو بانکونو چارواکو سره دوه اړخیزې لیدنې وکړې.

په دې غونډو کې د پیسو له نړیوال صندوق سره د ګډ اقتصادي پروګرام د پرمختګ، د همکاریو د ټینګښت او پیاوړتیا لپاره د زمینو د برابرولو د موضوع ترڅنګ په یو شمېر نورو د اړتیا وړ موضوعګانو باندې بحث وشو.

په ورته وخت کې د افغانستان بانک لوی رئیس ښاغلي خلیل صدیق د افغانستان په استازیتوب د منځنی آسیا او مرکزي آسیا د سیمه ایز ګروپ په غونډو کې هم ګډون وکړ.

د سفر په پای کې د افغانستان بانک لوی رئیس ښاغلي خلیل صدیق د خبرو اترو او غونډو پایلې مثبتې او د ښو او اغیزناکه لاسته راوړنو درلودونکي وارزولې.