بانکي پورونو ته د لاسرسۍ د اسانتیا د برابرولو په موخه لومړنۍ بانکي او مالي غونډه جوړه شوه

کابل،۱۳۹۶ د غويي۱۰:د بانکي او مالي ګروپ لومړنۍ غونډه چې غړي یې د افغانستان بانک، مالیې وزارت او د افغانستان د سوداګرۍ او صنایع د خونې استازي رانغاړي، د افغانستان بانک د دویم مرستیال ښاغلي محمد قسیم رحیمي تر مشرۍ لاندې جوړه شوه.

د افغانستان بانک دویم مرستیال ښاغلي محمد قسیم رحیمي د غونډې د پرانیستنې پر مهال وویل "څرنګه چې په جریان کې یاستی د جمهوري ریاست مقام د نړیوال بانک د سپارښتنې پر بنسټ خصوصي سکتور ته د پورونو د لا اسانتیا د رامنځ ته کولو او د بانکي ټکټانې د کمولو په موخه بانکي او مالي ډله چې د افغانستان بانک، مالیې وزارت او د افغانستان د سوداګرۍ او صنایع خونه رانغاړي، په دې برخه کې ګمارلې ده، له همدې امله د افغانستان بانک ژمن دی څو د قانون په اډانه کې بانکي خدمتونو ته د لاسرسۍ زمینه برابره کړي، څو هېوادوال او ملي سوداګر وکولای شي د هېواد د اقتصادي ودې لپاره له بانکونو څخه په اسانۍ سره پور ترلاسه کړي."

ښاغلي رحیمي په دې اړه د افغانستان بانک اړوندو شعبو ته لارښوونه وکړه څو د افغانستان بانک او د بانکدارۍ د قوانینو په پام کې نیولو سره د پور ورکونې په برخه کې د لازمه اسانتیاوو د رامنځ ته کولو په موخه له هیڅ ډول هڅې او کوښښونو درېغ ونکړي او په جدي توکه له ګمارل شوي ټیم سره همکاري وکړي.

د دې غونډې په ترڅ کې پریکړه وشوه څو د دې ډلې له غړو څخه اوه تنه د یادې موضوع د میکانیزم د جوړیدو پر څرنګوالي باندې کار وکړي او په راتلونکي غونډه کې یې مطرح کړي څو په هکله یې پریکړه وشي.

د یادونې وړ ده چې په دې غونډه کې د جمهوري ریاست، د اجرائیه ریاست، د سوداګرۍ ریاست، د مالیې وزارت، د سوداګرۍ د خونې د استازو ترڅنګ د افغانستان بانک د مالي، د بانکي چارو د څارنې، د عامه اعتبارونو د ثبت او مالي خدمتونو ته د لاسرسۍ د پراختیا د برخې آمرینو هم ګډون کړی ؤ.