د افغانستان بانک په کاري اجنډا کې د مالي خدمتونو د پراختیا د ملي ستراتیژۍ جوړول

کابل، ۱۳۹۶ کال د غويي ۲۳ – د بی وزلۍ د کمولو او د عاید د نابرابروالي په اړه د پراخو اقتصادي څېړنو پایلې ښکاره کوي چې مالي خدمتونو لکه بانکي معاملاتي حسابونو، د سپما حسابونو، بانکي پورونو، د بیمې خدمتونو، د تقاعد خدمتونو ته د خلکو د لاسرسۍ پراختیا، د تادیاتي وسایلو لکه دبټ کارت، کریډټ کارت، د مخکې ورکړې کارتونو، الکترونیکي پیسو او د موبایل له لارې بانکدارۍ ته د خلکو لاسرسی، او کوچني او منځني تشبثات کولای شي چې د بی وزلو په کمولو کې مثبته اغېزه وکړي. دا مطلب د افغانستان بانک لوی رئیس ښاغلي خلیل صدیق د مالي خدمتونو د پراختیا د ملي کمیټې د لومړنۍ معلوماتي غونډې په لومړني بیانیه کې چې د افغانستان بانک په مطبوعاتي صالون کې جوړه شوې وه، مطرح کړ.

همدا ډول د افغانستان بانک لوی رئیس زیاته کړه چې د موضوع د اهمیت او په هېواد کې مالي خدمتونو ته د خلکو د لاسرسۍ د کموالی په پام کې نیولو سره د افغانستان بانک د هېواد د سرلاري ادارې او د مالي سکتور د قانون جوړوونکي په توګه ژمن دی چې په روان مالي کال کې مالي خدمتونو ته د خلکو د لاسرسي د پراختیا ملي ستراتیژۍ جوړه کړي او د افغانستان بانک په مشرۍ د هغې د تطبیق لپاره د مالي خدمتونو د پراختیا د ملي کمیټې اداره چې غړي یې د مالیې وزارت، د هېواد د سوداګریزو بانکونو ټولنه، د مسفا اداره (د کوچنیو پورونو اداره) او له ۲۰ څخه زیاتې دولتي او خصوصي ادارې او موسسې دي، جوړه کړي.

ورپسې مالي خدمتونو ته د خلکو د لاسرسۍ د پراختیا عمومي آمر ښاغلي میر احمد شکیب د پراخه اقتصادي ودې، د بی وزلۍ د کمولو او د عاید د نابرابروالي او د مالي خدمتونو د پراختیا رول په اړه د هر اړخیز پریزنټیشن په وړاندې کولو سره په دې هکله خبرې وکړې او مالي خدمتونو ته د خلکو د لاسرسۍ د پراختیا ستراتیژۍ د جوړولو، تطبیق او څارنې موضوعاتو په اړه خبرې اترې وکړې. په دې غونډه کې چې د دولتي ادارو، خصوصي سکتور او د مدني ټولنې با صلاحیته استازو ګډون کړی ؤ، په دې پروسه کې د ګډو ادارو د زیاتې او ښه همغږۍ باندې ټینګار وشو.