د افغانستان بانک په لویدیځ زون کې د افغانۍ د ساتلو فرهنګ د رامنځ ته کولو عنوان لاندې روزنیز سیمینار جوړ شو

د افغانستان بانک د لویدیځ زون د سیمه ییز دفتر لخوا د جوانه ادارې په همکارۍ د افغانستان بانک په لویدیځ زون کې د یو شمېر ښځینه ګډون کوونکو لپاره د افغانۍ د ساتلو فرهنګ د رامنځ ته کولو عنوان لاندې یو ورځنی روزنیز سیمینار جوړ شو.

د افغانستان بانک د لویدیځ زون آمر انور شاه یوسفي د سیمینار په پیل کې د ټولنې د بیلابیلو قشرونو په تېره بیا د ښځو لپاره چې د ټولنې نیمايي برخه جوړوي او د افغانۍ په دودولو کې ډېره ګټوره پرې وتی شي، د پوهاوي زیاتولو دا شان پروګرامونو جوړول مهم وبلل او ویې ویل چې د هر افغان ملي دنده ده چې د افغانۍ په ساتلو کې ډېره هڅه وکړي چې په ټولنه کې د ښځو د لوړ مقام په پام کې نیولو سره ښځې کولای شي په دې ملي پروسه کې ارزښتناکه رول ولوبوي.

د سیمینار په پای کې د جوانه ادارې استازې آغلې لیلا حاجي زاده د افغانۍ د اهمیت په اړه پرزنټیشن ګډون والو ته وړاندې کړ.