پیردل | پلورل | |
---|---|---|
امريکايي ډالر | 76.8688 | 76.6688 |
يورو | 86.4706 | 85.8706 |
انګليسى پونډ | 99.7766 | 98.9766 |
- زمونږ په اړه
- لیدلوری او ماموریت
- موخې
- اصلي دندې
- د افغانستان بانک بنسټیز او محوري ارزښتونه
- عالي شورا
- عامل پلاوی
- آمریتونه
- د ریاست د دفتر عمومی آمریت
- د پولي سیاست لوی آمریت
- د مالي چارو د څارنې لوی آمریت
- د بازار عملیات لوی آمریت
- د ټولو ناظر اداره
- د مالي شخړو د حل کمېسیون پیژندنه
- د مالي استخباراتو اداره
- د افغان امانتونو د بیمې اداره
- د عامه اعتباراتو د ثبت اداره
- د مالي او محاسبې لوی آمریت
- د معلوماتي تکنالوژۍ لوی آمریت
- د بشري منابع لوی آمریت
- د حقوقي مشاوریت اداره
- د بانکي عملیاتو لوی آمریت
- د تادیاتو لوی آمریت
- د نړیوال بانک د تمویلي پروژو لوی آمریت
- د خدماتو لوی مدیریت
- د مالی خدماتو د پراختیا لوی آمریت
- د تدارکاتو آمریت
- د مالي خطرونو آمریت
- زون / نمایندګی
- پولي سیاست
- مالي څارنه
- قوانین او مقررې
- رسنیز مرکز
- مالی صورت حساب
- تدارکات او استخدام
د افغانستان بانک په بشري سرچینو، پانګې اچونې ته لومړیتوب ورکوي
د افغانستان بانک، د افغانستان بانکداري او مالي انستیتیوت AIBF) ) په همکارۍ ۲۳ تنو کارمندانو ته په مالي برخه کې ښوونه او روزنه ورکړه، چې له ښوونې او روزنې وروسته یې خپلې تصدیق پاڼې ترلاسه کړې.
په دې غونډه کې د افغانستان بانک لومړي مرستیال محترم واحدالله نوشیر وویل: " AIBF انستیتیوت تل هڅه کړې چې د بشري سرچینو د وړتیاوو په لوړولو په برخه کې د افغانستان بانک له کارمندانو سره مرسته وکړي، چې ښه بیلګه یې دا ډول ورکشاپونه او ښوونیز کورسونه دي، چې د لنډ مهاله او اوږد مهال لپاره یې د ظرفیت جوړونې په موخه پرانیستي دي".
ښاغلي نوشیر زیاته کړه چي د هېواد تر ټولو لویه سرمایه بشري سرچینې دي، او د هېواد په کچه افغانستان بانک یو له هغو ادارو څخه دی چې ډیره هڅه کوي څو د خپلو کارمندانو ظرفیت لوړکړي، چې کارمندان له اوسني مهال سره سم د ښو کارکولو جوګه شي.
دغه راز په دې غونډه کې د بشري سرچینو لوی آمر ښاغلي بشرمل پسرلي هم د هېواد د اداراتو تر ټولو مهمه برخه بشري سرچینې وبللې او زیاته کړه، چې د افغانستان بانک بشري سرچینو اداره په پام کې لري چې تر ۲۰۲۰ کاله پورې د افغانستان بانک اتیا سلنه کارمندان په لومړي سر کې لیسانس او بیا ماسټري او د دې ترڅنګ آن دوکتوراوې ولري.
محترم پسرلي وویل چې د افغانستان بانکدارۍ او مالي انستیتیوت له افغانستان بانک سره همکار دی او دا همکاري دوام لري. افغانستان بانک تل هڅه کړې، چې هاندونه د هېواد د ننه محدود نشي، بلکې د نړۍ په کچه هم له نورو هېوادونو د مرکزی بانکونو سره په اړیکه کې دی، چې کارمندانو ته د ماسټري او دوکتورا په کچه د زدکړو زمینې برابرې کړي.
د افغانستان بانک د بشري سرچینو آمریت د راپورونو له مخې یوازې تیرو څلورو میاشتو کې ۱۷۰ تنو ته په داخل د بانک کې ښوونه او روزنه ورکړل شوې، او د دې ترڅنګ له ۱۰ خصوصی پوهنتونونو سره خبرې روانې دي، چې د افغانستان بانک کارمندانو ته د ظرفیت جوړونې او علمي کچې په لوړولو کې همکاري وکړي. دمګړۍ د افغانستان بانک یو شمیر کارمندان د هېواد په دننه په خصوصي پوهنتونونو او همداراز له هېواد څخه بهر په زده کړو بوخت دي، چې راتلونکې ته به له لوړو ظرفیتونو او وړتیاوو سره به بیرته د افغانستان بانک کې دندې ترسره کړي.