د افغانستان بانک په لویدیځ زون کې د افغانۍ د ساتلو فرهنګ تر نامه لاندې ښونیز سیمینار تر سره شو

د افغانستان بانک تل هڅه کړی ده، څو هېوادوال وهڅوي چې په ورځنیو راکړو او ورکړو کې د خپلو ملي پیسو چې زمونږ د ملي هویت ښکارندوی دی، ګټه واخلي. له همدې کبله د افغانۍ د کارولو په ورځنیو راکړو او ورکړو کې، د ملي پیسې د ساتلو څرنګوالی او د بهرنیو اسعارو د کارولو مخنیوی او د هېواد په اقتصادي ډګر کې د زیانونو مخنیوي په موخه د افغانستان بانک په لویدیځ زون کې ښونیز سیمینار تر سره شو.

د افغانستان بانک د لویدیځ زون آمر انور شاه یوسفي د دې غونډې په ترڅ کې وویل چې د افغانستان بانک درې دېرشمې مادې د قانون پر بنسټ: "د افغانستان بانک رایجه پیسه او پولي واحد افغانۍ ده" نو له همدې کبله افغانۍ ته ارزښت ورکول د هر افغان دنده ده. په هره  اندازه چې مونږ افغانۍ په ورځنیو راکړو او ورکړو او پیر او پلور کې وکاروو او د بهرنیو اسعارو د کارولو څخه ډډه وکړو په هماغه کچه د افغانیو دودول ډیریږي چې دا د افغانۍ په ساتلو او ارزښت ورکولو کې ارزښتناکه رول لري.

دا ښونیز سیمینار ۶۰۰ کسانو لپاره چې په کې دولتي چارواکي، د دولتي او خصوصي پوهنتونونو استاذان او محصلین، په لویدیځ زون کې صرافان او پولي خدمتونو وړاندي کوونکو ګډون کړی وو، تر سره شو.