د افغانستان بانک او بانکونو د ټولنې ترمنځ د پور ورکونې په مقررې خبرې اترې وشوې

کابل،۱۳۹۶ کال د غبرګولی ۲۳- د افغانستان بانک لومړي مرستیال ښاغلي واحدالله نوشیر د یوې غونډې  په ترڅ کې د پور ورکولو د مقررې په اړه د بانکونو د ټولنې له مشر ښاغلي نجیب الله امیري او د بانکونو له استازو سره خبرې وکړې.

د افغانستان بانک لومړي مرستیال ښاغلي واحدالله نوشیر په دی غونډه کې وویل چې د افغانستان بانک تل په مالي سکتور کې د پرمختګ په موخه د بانکونو له استازو سره سلا مشورې کوي او د خصوصي بانکونو لپاره لارښونې او مقررې جوړوي څو خصوصي بانکونه وکړای شي په خوندي او قانوني فضاء کې خپلو مالي راکړو او ورکړو ته دوام ورکړي.

په دې غوندی کې د خصوصي بانکونو استازو هیله څرګنده کړه چې د افغانستان بانک لخوا د پور ورکولو په تصویب شوې مقررې، بیا کتنه وشي. ښاغلي واحدالله نوشیر د بانکونو د غړو د ستونزو له اوریدو وروسته ژمنه وکړه چې دا مقرره به له ارزونې او پلټنې وروسته د افغانستان بانک له عالي شورا سره شریکه او په راتلونکې غونډه کې به یې په اړه پریکړه وشي.

د یادونې وړ ده چې د افغانستان بانک، د مرکزي بانک په توګه  له دولتي او خصوصي بانکونو څخه د ښی څارنې په موخه د بانکونو له استازو سره بیلابیلې غونډې ترسره کړي. څو وکولای شي د بانکونو کړنې وڅاري او د دې ترڅنګ خصوصي بانکونو ته هم په مالي راکړو او ورکړو کې آسانتیاوې برابرې کړي.