د افغانستان بانک او بانکونو د ټولنې د غړو ترمنځ د اسلامي بانکدارۍ په اړه غونډه ترسره شو

کابل، ۱۳۹۶ کال د غبرګولی ۲۳- د افغانستان بانک لومړي مرستیال ښاغلي واحدالله نوشیر د یوې غونډې په ترڅ کې د بانکونو د ټولنې له یو شمېر غړو سره د اسلامي بانکدارۍ په اړه  ولیدل.

د افغانستان بانک لومړي مرستیال ښاغلي واحدالله نوشیر په دې غونده کې وویل چې د افغانستان بانک د اسلامي بانکدارۍ په اړه د تصویب شوې مقررې له غور او بررسۍ او د عالي شورا له پریکړې وروسته په داسې یوې تګلاری کار کوي چې له مخې یې پانګه اچوونکي او بانکونو د اسلامي بانکدارۍ په برخه کې د اوږد مهاله مودې لپاره پانګه اچونه وکړي.

په دې غونډه کې د بانکونو استازو غوښتنه وکړه چې د افغانستان بانک دي د مالي راکړو او ورکړو د پرمختګ او اوږد مهاله پانګه اچونې لپاره یوه تګلاره جوړه کړي، څو له مخې یې د بانکونو مالي معامله لرونکي وهڅیږي چې بانکونو کې د اوږدې مودې لپاره پانګه اچونه وکړي.

د یادونې وړ ده چې د روان میلادي کال په اوږدو کې د اسلامي بانکدارۍ په برخه کې د بانکونو له استازو سره درې غونډې ترسره شوي دي چې د دې غونډو لړۍ لاهم دوام لري.