د مبایل له لارې د معاشونو د ورکړې پروژې پلي کیدو ارزونه

کابل، ۱۳۹۶ کال د غبرګولی ۲۷- د افغانستان بانک تر مشرۍ لاندې له مخابراتی کمپنیو روشان او افغان بیسیم چارواکو سره د معاشونو ورکړه د مبایل له لارې د افغانستان بانک په تالار کې تر ارزونې او څیړنې لاندې ونیول شوه.

په دې غونډه کې لومړی په دې اړه د پلټونکي پلاوي راپور واوریدل شو، وروسته له هغې د روشن کمپنۍ (ام پیسه) استازې د خبرو پرمهال وویل چې تل هڅه شوې، چې د دولتي کارکوونکو معاشونه د مبایل له لارې په ښه او اسانه توګه ورکړل شي او دا پروسه د کار او ټولنیزو چارو وزارت څخه په ازمایښتي ډول پیل شوې ده، اوس مهال د کار او ټولنیزو چارو وزارت ۴ زره کارکوونکي لدې لارې معاشونه ترلاسه کوي.

په همدې حال کې د افغانستان بانک ر‌ئېس ښاغلي خلیل صدیق د خپلو خبرو په ترڅ کې لارښونه وکړه، چې لومړی باید د مبایل له لارې د کارکوونکو د معاشونو د ورکړې سیستم یو ځل بیا و ارزول شي او شته ستونزې هوارې شي، څو خلک شکایت ونکړي.

دویم: د مبایل له لارې د معاشونو د ورکړې سیستم کې اسانتیاوې رامنځته شي او عزیزې بانک ته یې لارښود وکړ، چې ټولو څانګو کې د مبایل له لارې د پیسو د ورکړې په موخه کسان ډیر شي، چې په ښه توګه پولي راکړې او ورکړې ترسره کړي.

ښاغلي صدیق زیاته کړه، د مبایل له لارې د پیسو د لیږد فیس یا چارچ باید لږ شي، څو دولتي کارکوونکي ډیر زیان ونکړي او د دې ترڅنګ د کار او ټولنیزو چارو وزارت  باید د مبایل له لارې د معاشونو د لیږد ښه نمونه وي، چې ډیرۍ خلک لیوالتیا پیدا کړي، څو د دې سیستم له لارې راکړې او ورکړې ترسره کړي.

په داسې حال کې د مبایل له لارې د معاشونو د ورکړې د سیستم په پلي کیدو خبرې کیږي، چې د ام پیسه د پیسو په لیږد کې د اسانتیاوو ترڅنګ د څارنې او تفتیش لپاره ښه سیستم دی، چې کولی شي په اداراتو کې د فساد مخنیوي هم وکړي.

 د یادونې وړ ده چې په دې غونډه کې د روشن او افغان بیسم شرکت د استازو ترڅنګ د ولسمشر تخنیکي سلاکار روف الدین ملکزي او د کار او ټولنیزو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال لعل آریوبي هم ګډون کړی وو.