د مالي سکتور د عاجل ځواب د پروژې کړنې تر بحث او ارزونې لاندې ونیول شوې

کابل، ۱۳۹۶ د غبرګولی ۳۰ – د افغانستان بانک  مشرتابه پلاوي د مالي سکتور د عاجل ځواب د  پروژې کړنې د یوې غوندې په ترڅ کې تر ارزونې لاندې ونیولې.

په هغه غونده کې چې په همدې موخه جوړه شوې وه په پیل کې د مالي ټینګښت د پروژو لوی آمر  ښاغلي شعیب احمد رحیم د افغانستان بانک په بېلا بېلو برخو کې  د دې پروژې د ترسره شوې کړنو په  اړه د خبرو په ترڅ کې وویل چې دا پروژه د نړیواله معیارونو سره سم د بانکې نظام د کړنو د پراخیتا او په مالي او بانکي برخو د افغانستان بانک د کارکوونکې د روزنې په موخه تر لاس لاندې نیول شوې ده او تر اوسه پورې په خپل کاري برخه کې د پام وړ لاسته راوړنې  لري.  

ورپسې، د افغانستان بانک لوي رئیس ښاغلې خلیل صدیق وویل چې په اوسنې نړۍکې د هېوادونو د ودې او اقتصادی پراختیا زمینه د بانکونو له لارې  برابریږي. د افغانستان بانک لوي رئیس زیاته کړه چې د مالي سکتور د عاجل ځواب پروژه د افغانستان بانک سره د ټیکاو د ټینګښت او د نړیوال منل شویو معیارونو سره سم د مالي او بانکی سیستمونو د عصري کیدو په برخه کې مرسته کوي او په بېلا بېلو کچو کې یې د افغانستان بانک د کارکوونکو د ظرفیت لوړولو  لپاره لازمې روزنیز زمینې برابري کړي دي. د افغانستان بانک لوي رئیس ښاغلي خلیل صدیق خپلې ویناوې د دي پروژې د کړنو د بهیر د چټکه کیدو او د هغه د پروګرامونود اغیزناکه عملي کیدو په لاره کې د شته ستونزو د حل لپاره د لازمه لارښونو په صادرولوسره پای ته ورسولې.

د یادونې وړه ده چې  په دي غونډه کې د افغانستان بانک د لوي رئیس ښاغلي خلیل صدیق سر بیره، د افغانستان بانک لومړي مرستیال ښاغلي واحدالله نوشیر، د افغانستان بانک دویم مرستیال ښاغلي محمد قسیم رحیمي او د افغانستان بانک د بېلا بېلو شعبو آمرینو هم ګډون کړی ؤ.