افغانستان د مالي اقداماتو د نړیوالې ډلې د خړ لست څخه ووتو

کابل، ۱۳۹۶ د چنګاښ ۳ – د افغانستان بانک مشرتابه پلاوی نن په یو مطبوعاتي کنفرانس کې اعلان وکړ چې افغانستان د مالي اقداماتو د نړیوالې ډلې له خړ لست څخه ووتو. د افغانستان بانک لوی رئیس ښاغلي خلیل صدیق په هغه مطبوعاتي کنفرانس کې چې په همدې موخه جوړه شوې وه، وویل چې د مالي اقداماتو د نړیوالې ډلې له خړ لست څخه د افغانستان وتل د هېواد د مالي او بانکي نظام لپاره یوه ستره لاسته راوړنه ده.

د افغانستان بانک د لوی رئیس د وینا متن لاندې وړاندې کېږي:

د مالي اقداماتو نړیواله ډله یوه نړیواله اداره ده چې د پیسو د وینځلو، د ترهګرۍ د تمویل او د ډله ییزې وژنې د وسلو د خپورتیا په ګډون د نورو مالي جرمونو سره د مبارزې معیارونه تعیینوي او پر هغو هېوادونو باندې چې په مستقیمه یا غیر مستقیمه توګه د دې ادارې غړیتوب لري، څارنه کوي. دا اداره په کال کې درې ځله غونډې جوړوي او د یاد شویو ټکو په هکله د بیلابیلو هېوادونو د کار پرمختګ تر کتنې لاندې نیسي او په اکثریت رایې سره د اړتیا وړ تدابیر اتخاذوي. دې سازمان مخکې د پیسو د وینځلو، د ترهګرۍ د تمویل او د نورو مالي جرمونو سره د مبارزې په توګه ۴۰ سپارښتنې تعیین کړي چې ټول هېوادونه باید دا سپارښتنې رعایت او پلې کړي.

د افغانستان حکومت د پیسو د وینځلو او د ترهګرۍ د تمویل په وړاندې د مبارزې قوانین، مقررې او جوړښتونه په ۲۰۱۱ کال کې تر ارزونې لاندې نیول شوی چې د جدي ستونزو د موندلو او د بنسټیزو سپارښتنو د نه تطبیق له امله افغانستان د همکاریو د نړیوالې کمیټې (International Cooperation Review Group) تر ټینګې او دوامدارې ارزونې او د دې ترڅنګ د آرامه اقیانوس ډلې (Pacific Group on Money Laundering) تر دوامدارې ارزونې لاندې واقع شوی دی.

د مطرح شوي عملیاتي پلان په پام کې نیولو سره، د افغانستان اړوندې ادارې لاندني قوانین، مقررې او کړنلارې تعدیل او یا له سره طرح او طی مراحل کړي چې اوس په عملي ډول کارول کېږي:

o د پیسو وینځلو او د جرمونو څخه د ترلاسه شویو عوایدو سره د مبارزې قانون؛

o د ترهګرۍ د تمویل په وړاندې د مبارزې قانون؛

o د ترهګرۍ د تمویل د مخنیوي کړنو د تنظیم مقرره؛

o په ګمرکاتو کې د پیسو د لېږد او د معاملې وړ سندونو د کنټرول او راپور ورکولو مقررې تعدیل؛

o د پیسو د وینځلو، د ترهګرۍ تمویل سره د مبارزې او د مخنیوی کوونکو اقداماتو د مقررې تعدیل؛

oد وړو او مناسبو اشخاصو د مقررې تعدیل؛

o د ترهګرو د شتمنیو د کنګلولو لارښوود؛

o د ترهګرو د شتمنیو د متحد المال د کنګلولو امر صادرول؛

o د پیسو د وینځلو، د ترهګرۍ د تمویل او د نورو اصلي جرمونو د مشکوکو معاملو د څیړنې کړنلاره؛

o د مشکوکو معاملو د راپور ورکولو لارښوود؛ او

o د نظر لاندې اشخاصو کړنلارې (FinTRACA Watch-List)

د عملیاتي پلان پر بنسټ، د افغانستان حکومت اړوندو ادارو په دې برخه کې اړین اقدامات ترسره کړي او د ۲۰۱۷ کال په اپریل میاشتې کې د ساحې دننه ارزونه په بریالیتوب سره پای ته رسولې ده.

د افغانستان د مالي معاملو او راپورونو د څیړنې مرکز د مالي اقداماتو د نړیوالې ډلې له خړ لست څخه د افغانستان په ایستلو کې بنسټیز رول لوبولی دی.

کومو ادارو چې په دې پروسه کې ونډه درلودلې هغه د افغانستان د ملي امنیت شورا دفتر، د عدلیې وزارت، د لوی څارنوالۍ اداره، د اداري فساد د لویو جرمونو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز، د نشه يي توکو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز، د افغانستان بانک د مالي چارو د څارنې آمریت، د ملي امنیت عمومي ریاست، د مالیې وزارت د عوایدو عمومي ریاست، د ګمرکاتو عمومي ریاست، د لویو جرمونو عمومي ریاست، د ترهګرۍ په وړاندې د مبارزې عمومي ریاست او د کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو سره د مبارزې پولیس دي.

د افغانستان بانک د دې ډلې د عملیاتي پلان د پلې کوونکي او همغږه کوونکي ادارې په توګه، له خړ لست څخه د افغانستان وتل په نړیواله کچه د افغانستان د مالي نظام د اعتبار د لوړولو په لور یوه مهمه لاسته راوړنه ګڼي.

د مالي اقداماتو د نړیوالې ډلې د ۲۰۱۷ کال د جون میاشتې د ۲۳ نیټې (د ۱۳۹۶ کال د چنګاښ ۲) اعلامیه

Jurisdictions No Longer Subject to the FATF’s On-Going Global AML/CFT Compliance Process

Afghanistan

"The FATF welcomes Afghanistan’s significant progress in improving its AML/CFT regime and notes that Afghanistan has established the legal and regulatory framework to meet its commitments in its action plan regarding the strategic deficiencies that the FATF had identified in June 2012. Afghanistan is therefore no longer subject to the FATF’s monitoring process under its on-going global AML/CFT compliance process. Afghanistan will work with APG as it continues to address the full range of AML/CFT issues identified in its mutual evaluation report, in particular, fully implementing the cross-border regulations at its official land border crossing points"

د یادولو وړ ده چې د پیسو وینځلو او د ترهګرۍ د تمویل په وړاندې د مبارزې په موخه د هېوادونو د کړنو ارزول یوه دوامداره موضوع ده او د افغانستان اړوندې ادارې باید نه یوازې اوسني لاسته راوړنې وساتي بلکې د قوانینو او مقررو د تطبیق اغېزمنتیا د لوړولو لپاره لازیات اقدامات ترسره کړي.

د افغانستان بانک دا لویه بریا د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت ټولو اړوندو ادارو او د مالي نظام ټولو همکارانو ته مبارکي وايي.