رونټیا د آزادی سیالۍ له لارې د ګومارنې مهم اصل په د افغانستان بانک کې دی

کابل، 1396 کال، دچنګاښ 11- د افغانستان بانک دویم مرستیال ښاغلي محمد قسیم رحیمي په مشرۍ او د بیلا بیلو شعبو د آمرینو په ګډون  د پخوانیو غونډو په دوام، اداري غونډه جوړ شو.

په دغه غونډه کې د افغانستان بانک دویم مرستیال ښاغلي محمد قسیم رحیمي وویل چې  د رونټیا د تامینولو له موخې او د افغانستان بانک د ژمنې له امله بشری منابع آمریت د آزموینې بورډ ته لارښود ورکړل کیږي تر څو د کارکوونکې په ګومارنې پرته له دې چې د کارکوونکې اړیکو ته پام وشي باید د لوړه زده کړو او مسلکي توانایي په پام کې ونیول شي، ضوابط او وړتیا ته لومړیتوب ورکړل شي او د کارپوه او وړ کارکوونکې د ګومارنې زمینه په د افغانستان بانک کې برابري کړی.

د افغانستان بانک دویم مرستیال ښاغلي رحیمي زیاته کړه چې د افغانستان بانک د موخې د ترلاسه کولو  لپاره  د کارکوونکې د مسلکي ظرفیتونه  لوړول یو مهم اصل  ګڼل کیږي او ټینګار وکړ ترڅو په دغه زمینه کې مشخص پروګرامونه تر لاس لاندې ونیول شي.

باید په نښه شي چې د غونډې په دوام کې د ادارې نورې موضوګانې یو په بل پسي مطرح او تر بحث لاندې ونیول شو چې د افغانستان بانک دویم مرستیال ښاغلي رحیمي لخوا په زمینه کې اړوند شعبو ته لازمه لارښود ورکړل شو.