د افغانستان جمهور رئیس ته ورکړل شوې ډالۍ د افغانستان بانک ته وسپارل شوې

کابل، 1396 کال د چنګاښ 14- د افغانستان د اسلامي جمهوریت ولسمشر او نورو دولتي چارواکو ته د مخکنیو ډالیو د سپارلو په لړکې د عربستان پاچا لخوا يو قاب نارینه رولکس ډوله لاسي ساعت چې سعودي عربستان ته د افغانستان د ولسمشر ښاغلي اشرف غني د سفر په ترڅ کې ورکړل شوی ؤ، نن د افغانستان د اسلامي جمهوریت د چارو د ادارې د ریاست د تحویل خانې د مدیر ښاغلي غلام نبي او د خزاندارۍ همکار ښاغلي عبدالمعروف لخوا د افغانستان بانک  خزانې ته وسپارل شوې.

د افغانستان بانک دویم مرستیال ښاغلي محمد قسیم رحیمي د دې ډالۍ دتسلیمیدو پر مهال وویل چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت ولسمشر مخکې هم یو شمېر ډالۍ چې د بهرنیو هېوادونو لخوا ورته ورکړل شوې وې د جمهوری ریاست د پلاوی له  لارې یې د افغانستان بانک  ته سپارلي دي چې په حقیقت کې د افغانستان بانک ته د دی ډول ډالیو سپارل هېواد او خلکو ګټو ته د افغانستان د جمهور رئیس درناوي ښکاره کوي.

د دې غونډې  په پای کې یادې ډالۍ د افغانستان بانک لوی خزاندارۍ ته وسپارل شوې څو د دولت له نورو شتمنيو سره وساتل شي.