پیردل | پلورل | |
---|---|---|
امريکايي ډالر | 76.8688 | 76.6688 |
يورو | 86.4706 | 85.8706 |
انګليسى پونډ | 99.7766 | 98.9766 |
- زمونږ په اړه
- لیدلوری او ماموریت
- موخې
- اصلي دندې
- د افغانستان بانک بنسټیز او محوري ارزښتونه
- عالي شورا
- عامل پلاوی
- آمریتونه
- د ریاست د دفتر عمومی آمریت
- د پولي سیاست لوی آمریت
- د مالي چارو د څارنې لوی آمریت
- د بازار عملیات لوی آمریت
- د ټولو ناظر اداره
- د مالي شخړو د حل کمېسیون پیژندنه
- د مالي استخباراتو اداره
- د افغان امانتونو د بیمې اداره
- د عامه اعتباراتو د ثبت اداره
- د مالي او محاسبې لوی آمریت
- د معلوماتي تکنالوژۍ لوی آمریت
- د بشري منابع لوی آمریت
- د حقوقي مشاوریت اداره
- د بانکي عملیاتو لوی آمریت
- د تادیاتو لوی آمریت
- د نړیوال بانک د تمویلي پروژو لوی آمریت
- د خدماتو لوی مدیریت
- د مالی خدماتو د پراختیا لوی آمریت
- د تدارکاتو آمریت
- د مالي خطرونو آمریت
- زون / نمایندګی
- پولي سیاست
- مالي څارنه
- قوانین او مقررې
- رسنیز مرکز
- مالی صورت حساب
- تدارکات او استخدام
د پیسو د نړیوال صندوق او د افغانستان بانک د پلاوو ترمنځ مذاکرات
کابل، ۱۳۹۶ کال د چنګاښ ۲۱– د افغانستان بانک د لومړي مرستیال ښاغلي واحد الله نوشیر په مشرۍ د افغانستان بانک پلاوي د پیسو د نړیوال صندوق او د افغانستان دولت ترمنځ د ګډ اقتصادي پروګرام د پرمختګ د ارزونې په خبرو اترو کې ګډون وکړ.
په دې غونډه کې چې د اذربایجان په باکو ښار کې جوړ شوې وه، د افغانستان بانک د پلاوي سربېره د افغانستان د مالیې وزارت د عوایدو مرستیال ښاغلي شفیق قاري زاده او د افغانستان په چارو کې د نړیوال صندوق مسوول کریستوف دینوالد په مشرۍ پلاوو ګډون کړی ؤ.
په دې غونډه کې د ۱۳۹۶ مالي کال د لومړي نیمايي لپاره د لوی اقتصاد د ثبات پیاوړي کولو باندې د تمرکز ترڅنګ د مقداري هدفونو د تطبیق ارزونه، پر اداري اصلاحاتو په تېره بیا د هېواد د مالي او بانکي نظام د پیاوړتیا په برخه کې د څارنې ارزونه، د شاخصونو وضعیت او د اقتصادي بدلونونو بحث وشو او همدا ډول د لوی اقتصاد متحولینو لکه د اقتصاد حقیقي ودې، د انفلاسیون نرخ، عمده پولي شاخصونو، د اداینو بیلانس او د هېواد اسعاري زیرمو څخه کتنه، د ۲۰۱۷ کال او د منځ مهالې مودې لپاره د پورتنیو اقتصادي متحولینو د لید لوري ترڅنګ، د هېواد د مالي او بانکي سکتور وضعیت، په بانکي سکتور کې پرمختګونه او بدلونونه او د قانوني اډانې د ښه او پیاوړي کولو او د بانکي او مالي سکتورونو د سلامتیا او خوندیتوب په موخه د مرکزي بانک لخوا د اقداماتو او تدبیرونو په اړه خبرې اترې او نظرونه تبادله شول.
په دې غونډه کې د ۲۰۱۷ کال په لومړي نیمايي کې د پولي سیاست، مالي سیاست، د اسعاري زیرمو مدیریت، د هېواد د اداري اصلاحاتو او د مالي او بانکي سکتور د پیاوړتیا لپاره د اصلاحاتو په برخو کې د افغانستان بانک او د افغانستان دولت لخوا د ټولو مقداري هدفونو د تطبیق د پروسې ټولې کړنې د پیسو د نړیوال صندوق لخوا تأیید او وستایل شوې.
د خبرو اترو په پای کې ګډون کوونکو پلاوو د افغانستان او د پیسو د نړیوال صندوق ترمنځ د اقتصادي همکارۍ د پرمختګ د لاسته راوړنو په اړه خوښي څرګنده کړه او دا یې د افغانستان د اقتصادي ثبات او پراختیا په لور یو مهم ګام وباله.