د افغانستان بانک په سویل ختیځ زون کې د افغانۍ د کارولو په اړه د پوهاوۍ پروګرامونه په لاره واچول شو

۱۳۹۶ د چنګاښ ۲۱ – د افغانۍ د دودولو او ساتلو په برخه کې د افغانستان بانک د کوښښونو په دوام کې دا ځل د افغانستان بانک د سویل ختیځ زون کې یو شمېر استادانو، د پوهنتونونو زده کړیالانو، د ښوونځیو زده کوونکو، د حج او اوقافو ریاست او د سوداګرۍ او صنایعو خونې کارکوونکو لپاره د پوهاوۍ د څو ورکشاپونه، سیمینارونه او غونډې د همدې زون د غونډو په تالار کې په لاره اچولي دی.

په دې سیمینارونو او غونډو کې چې شاوخوا دوه میاشتې یې دوام درلوده چې پکې د افغانۍ د کارونې پر ارزښت او د دې ترڅنګ د ملي پانګې د ساتلو په څرنګوالي او د افغانۍ د لا کارونې او دودولو په برخه کې یی د استادانو، زده کړیالانو، زده کوونکو، د حج او اوقافو ریاست کارکوونکو په رول باندې خبرې او نظرونه سره تبادله شول.

په ورته وخت کې، د افغانستان بانک د سویل ختیځ زون مسوولینو په دې غونډو کې د حج او اوقافو د ریاست د مسوولینو او د جوماتو د امامانو پر رول باندې د ټینګار په ترڅ کې یادونه وشوه چې عالمان د خپلې دیني پوهې له کبله تل د خلکو د احترام وړ دي، نو کولای شي چې د افغانۍ د دودولو ترڅنګ د بیلابیلو موضوعاتو په اړه د خلکو د ذهنونو په روښانولو کې مهم او اغېزناکه رول ولوبوي.

له بلې خوا، ولایتي مسوولینو له دې پروګرام څخه په ګټه اخیستلو سره د افغانۍ په دودولو کې د خلکو د پوهاوۍ د لوړولو په موخه د دا ډول غونډو په لاره اچول مهم وبلل او ژمنه یې وکړه چې په دې ملي پروسې کې به هیڅ ډول هڅې و نه سپموي.

د یادولو وړ ده چې له دې مخکې د افغانستان بانک ختیځ او سویل لویدیځ زونونو هم دا ډول ورکشاپونه او سیمینارونه په لاره اچولي دي.