د افغانستان بانک د عالي شورا نوبتي غونډه تر سره شو

کابل، ۱۳۹۶ کال د چنګاښ ۲۱- د افغانستان بانک د عالي شورا دریمه نوبتي غونډه د ۱۳۹۶ مالي کال د چنګاښ په ۱۳ او ۱۴ نیټه د عالي شورا د رئیس ښاغلي خلیل صدیق تر مشری لاندې د افغانستان بانک د عالي شورا د غړو په ګډون جوړه شوه.

په پیل کې د افغانستان بانک د عالي شورا غړو د مالي اقداماتو نړیوالې ډلې له خړ لست څخه په بریالیتوب سره د افغانستان وتل د هېواد بانکي او مالي نظام ته یو لویه لاسته راوړنه وګڼله او دا بریا یې د افغانستان بانک د رهبرۍ او کارکوونکو او د افغانستان د نورو اړوندو ادارو د کوښښونو پایله وبلله او دا بریا یې وستایله.

د افغانستان بانک عالي شورا د هېواد اقتصادي وضعیت تر بحث لاندې ونیوه او له اجندا سره سم یې په تیرو درې میاشتو کې د افغانستان بانک کړنو او لاسته راوړنو راپورونه په څارنیزه، پولي سیاست، حقوقي اډانې، د مالي نظام تینګښت او ټیکاو، مدیریتي چارو او نورو اړوندو موضوعاتو په برخه کې تر څیړنې او کتنې لاندې ونیول.

 د افغانستان بانک عالي شورا د هېواد اقتصادي وضعیت چې په اقتصادي وده، د ۱۳۹۶ مالي کال له پیلې څخه تر غبرګولی تر ۲۲ پورې د پولي سیاست تطبیق، د هېواد د پولي او اسعاري سیاست د موخې او اډانه، د پولي سیاست ابزار، د پولي زیرمې او په ګردښت پیسو د ودې بهیر او بهرنی سکتور رانغاړي، خبرې وکړې او لازمه تصمیمونه یې تر لاس لاندې ونیول.

د افغانستان بانک عالي شورا د ۱۳۹۶ مالي کال په بودجه کې راوړل شوي تعدیلات چې د مالي او محاسبې آمریت لخوا وړاندې شوی ؤ، تائید کړل او د پور ورکونې په مقرره کې دوه مورده راوړل شوي تعدیل چې د عامل پلاوي لخوا منظور شوی ؤ، تائید شو.

په دې غونډه کې د افغانستان بانک د فعالیت دوام او په بیړنیو حالاتو کې د خسارې د جبران او د پیسو د نړیوال صندوق د سپارښتونو د ارزونې او څیړنې پر بنسټ د بهرنی آدیت په پالیسي کې تعدیلات هم تائید شول.

د غونډې په اوږدو کې د الزامي زیرمو د رژیم بدلون له تعدلاتو سره تائید شو او د پولي سیاست لو آمریت او نورو اړوندو آمریتونو ته اړینې لارښونې صادرې شوې ورپسې د عالي شورا او د عامل پلاوې د تصویبونو د تطبیق او د تر سره شویو څیړنو په اړه د بانک د بررسۍ د کمیټې راپور واوریدل شو او  د لا ښه تطبیق په برخه کې یې اړین تصمیمونه ونیول شول.

د غونډې په پای کې نور طرح شوي متفرقه موضوعات تر ارزونې لاندې ونیول شول او په اړه یې اړینې لارښونې صادرې شوې.