د افغانستان بانک د یو محفل له لارې د کرکټ د ملي لوبډلې وروستۍ لاسته راوړنه وستایله

کابل، ۱۳۹۶ د چنګاښ ۲۶– د افغانستان بانک په نړیوالې شورا کې د کرکټ د ملي لوبډلې د غړیتوب په ویاړ او د دې لوبډلې د غړو د هڅولو په موخه، د افغانستان بانک د کنفرانسونو په تالار کې یو غونډه جوړه کړه.

د افغانستان بانک لوی رئیس ښاغلي خلیل صدیق په دې غونډه کې د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې د وروستي لاسته راوړنې په اړه د مبارکۍ ترڅنګ وویل چې په نړیوالې شورا کې د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې غړیتوب، نه یوازې د کرکټ لوبډلې بلکې د ټولو هېوادوالو لپاره یو ستر ویاړ دی.

د افغانستان بانک لوی رئیس زیاته کړه "سره له دې چې د کرکټ د ملي لوبډلې له جوړېدو څخه ډېر وخت نه تیریږي، خو دې ډلې په کم وخت او ډېرو هڅو سره وکړای شول چې د کرکټ د نړیوالې شورا غړیتوب ترلاسه کړي، حال دا چې د کرکټ په برخه کې یو شمېر تجره لرونکي هېوادونه لاتروسه نه دي توانیدلي چې د دې شورا غړیتوب ترلاسه کړي".

ورپسې د افغانستان بانک لومړي مرستیال ښاغلي واحد الله نوشیر د دې لویې لاسته راوړنې د مبارکۍ ترڅنګ وویل چې د افغانستان بانک د کرکټ د لوبډلې د جوړېدو په برخه کې د افغانستان د کرکټ بورډ همکاري د ستایلو وړ ده او د افغانستان بانک مشرتابه پلاوي د همدې لپاره د افغانستان د کرکټ بورډ د مشرتابه غړو څخه منندوی دي. د افغانستان بانک د هېواد د کرکټ ملي لوبډلې د غړو د هڅولو په موخه تل له کرکټ بورډ سره همکار پاتې شوی او دا همکاري به دوام ولري.

د افغانستان د کرکټ بورډ اجرائیوي رئیس ښاغلي شفیق الله ستانکزي د افغانستان بانک لخوا د هېواد د کرکټ د ملي لوبډلې د غړو له هڅونې څخه مننه وکړه او د مالي اقداماتو د نړیوالې ډلې له خړ لست څخه د افغانستان د وتلو په هکله د افغانستان بانک او ټولو اړوندو ادارو ته مبارکي ورکړه او زیاته یې کړه چې دا ویاړ د پیسو د وینځلو او د ترهګرۍ د تمویل په وړاندې مبارزه کې د افغانستان بانک د بی دریغه حلوځلو او ژمنو په پایله کې لاسته راغلی دی.

د غونډې په پای کې د کرکټ د ملي لوبډلې غړو د افغانۍ د دودولو ترڅنګ له بهیر څخه خپل ملاتړ اعلان کړ.