د خدای بخښلی عبدالعزیز مهجور د مړینې په مناسبت د افغانستان بانک د مشرتابه پلاوی د خواخوږۍ پیغام

خدای بخښلی عبدالعزیز مهجور چې د لاسته راوړنو ډک ژوند یې په څو پرله پسې کلونو کې د شعر، ادب، عرفان او بانکي نظام په برخه کې تیر کړی ؤ له دې فاني نړۍ څخه یې د تل لپاره سترګې پټې کړې.

د افغانستان بانک دوم مرستیال ښاغلي محمد قسیم رحیمي او ورسره یو شمیر آمرینو، مرستیالانو او د افغانستان بانک د بیلا بیلو شعبو کارکوونکو د مشرتابه پلاوی په استازیتوب، د خدای بخښلي د جنازې په مراسمو کې ګډون وکړ او د خدای بخښلی کورنۍ، خپلوانو او د هېواد د شعر او عرفان ټولنې ته یې د خواخوږۍ مراتب وړاندې کړ. دیادولو وړ ده چې د دې دروند شخص د خاورې ته د سپارلو د مراسمو په پای کې د اسنادو او اړیکو آمریت د اسنادو او پروتوکل مرستیال لخوا د افغانستان بانک د مشرتابه پلاوي د خواشینۍ او خواخوږۍ پیغام ولوستل شو چې د دې پیغام بشپړ متن په لاندې ډول دی:

نن یو ځل بیا د الهي او طبیعت له قانون سره سم را غونډ شوي یو څو له ویاړه ډکه ملغلره، د زړونو د آینې پیژوندکی او د انساني فکر شاعر او د هېواد بیدل پیژندونکي او نامتو شاعر خاورو ته وسپارو. خدای بخښلی یو آسماني اصله شخص ؤ چې په خورا ریښتینولی سره د انسانیت، ښیګنې، ژمنې، اخلاص او متانت ښه بیلګه ګڼل کیده.

خدای بخښلی د خپل عارفانه ژوند ترڅنګ چې د بیدل له آسمانونو یې الهام اخیستی ؤ، یو کارپوه او د بانکداری، محاسبې، احصائیې او اداره او مدیریت په برخو کې د مسلکي پوهې لرونکی شخص ؤ چې د دې پوهې په درلودلو سره یې څو کلونه د افغانستان د بانکي او بانکداری نظام د مسلکي او معنوي پانګې په توګه د خدمت کولو لپاره ملا وتړله او په کاري برخه کې یې چې د ۱۳۸۰ کال د مرغومی له ۱۲ څخه تر مړینې پورې د افغانستان د پراختیایې بانک د مرستیال او سرپرست په توګه کار کړی او د مرګ تر وروستی ورځې پورې یې د پراختیایې بانک د تصفیې مدیریت مسؤلیت پر غاړه درلوده او په دې لاره کې یې خوله تویه کړه او لاسته راوړنې یې درلودلي دي.

د افغانستان بانک مشرتابه پلاوی د یو داسې پیژندل شوي او د ادب او عرفان د نړۍ ځلانده څیرې او د افغانستان د بانکي نظام د تجربه لرونکي او مسلکي کارکوونکی مړینه د بیدل د سبک او د افغانستان د بانکداری د نظام پلویانو ته یوه نه جبرانیدونکې ضایع او له همدې امله دا غم د خپل غم او درد ګني او د خدای بخښلی کورنۍ او خپلوانو ته د خدای (ج) له دربار څخه د صبر او زغم غوښتنه کوي.

که څه هم عبدالعزیز مهجور د خپل خدای (ج) رضا او د طبیعت قانون ته تسلیم شو او له دې نړۍ څخه یې سترګې پټې کړې خو د هغه کارنامې، لاسته راوړنې، یادونه او خاطرې به یې له مونږ سره د تل لپاره ژوندی وي.