د افغانستان بانک له خوا په کابل کې د صرافانو او پولي خدمتونو وړاندې کوونکو ته د عامه پوهاوۍ برنامه په لاره واچول شوه

کابل، ۱۳۹۶ د چنګاښ ۲۷- د افغانستان بانک د صرافانو او پولي خدمتونو وړاندې کوونکو ته دجواز ورکونې او پیسو وینځلو او د ترهګرۍ د ملاتړ له مخنیوي څخه د پوهاوي ښوونیزه برنامه په لاره واچول شوه.

د افغانستان بانک لومړي مرستیال ښاغلي واحدالله نوشیر د برنامې په ترڅ کې وویل چې د افغانستان بانک چمتو دی، څو صرافانو ته د جواز ورکونې، راپور جوړونې او له پیسو وينځلو څخه د مخنیوي په برخه کې هر ډول عامه پوهاوي پروګروامونه جوړ کړي. هغه وویل چې د دې برنامې موخه هم په مالي برخه کې د صرافانو د عمومي او تخنیکي معلوماتو زیاتول دي.

ښاغلي نوشیر زیاته کړه د دې ورکشاپونو په لاره اچولو موخه د مالي نظام لا ډیر خوندیتوب او سلامتیا ده او له صرافانو څخه یې وغوښتل چې ټولې کړنې د قانون او مقرراتو په رڼا کې ترسره او خپل راپور لیږدونې پروسه هم په بشپړه توګه بریښنایې کړي.

په همدې ډول د صرافانو ټولنې استازو هم د عامه پوهاوۍ برنامې ګټورې وبللې او د افغانستان بانک څخه یې د لا زیاتې همکارۍ غوښتنه وکړه.

د صرافانو او پولي خدمتونو وړاندې کوونکو په داسې حال کې دا ډول برنامې ګټورې بللي دي، چې د افغانستان بانک لدې مخکې هم په وار وار دا ډول برنامې او ښوونیز ورکشاپونه جوړ کړي څو د مالي راکړو او ورکړو په اړه د معلوماتو کچه لوړه شي. دیادونې وړ ده چې د عامه پوهاوۍ ښونیزه برنامه کې د افغانستان بانک د نظارت لوی آمریت د استازو په شمول ۶ سوو کسانو برخه اخیستې وه.