په د افغانستان بانک کې د مسلکي کدرونو د جذبولو په موخه آزموینه واخیستل شوه

کابل، 1396 کال د زمرِي 7- د افغانستان بانک د یو ښه تشکیلاتي جوړښت او د خپلو موخو او دندو د اغیزناکه پلي کیدو لپاره د مسلکي کدرونو د جذبولو په برخه کې تل هڅه کړې ده چې د دې هڅو په لړ کی یې یو ځل بیا، د ازادې سیالۍ له لارې د افغانستان بانک د بیلا بیلو پُستونوآزموینه واخیستله.

د افغانستان بانک دویم مرستیال ښاغلي محمد قسیم رحیمي دا سیالۍ د  داوطلبانو لپاره یو ښه فرصت وباله او زیاته یې کړه چې په د افغانستان بانک کې د کارکوونکو د جذبولو پروسه په بشپړه روڼتیا سره ترسره کیږي او یوازې مسلکي زده کړه، ظرفیت او توانایي تاسو بریالي کولای شي.

باید یادونه وشي چې دا آزموینه د افغانستان بانک د مالي څارنې د لوی آمریت په برخه کې د  12 کارکوونکو د جذبولو لپاره په لاره اچول شوې وه چې په کې320 تنو ګدون کړی ؤ چې ډېری ګډون کوونکي یې د اقتصاد، اداره او سوداګرۍ، مدیریت او احصائیې په څانګو کې زده کړې درلودې او د دې سیالۍ په دویم پړاو کې یوازې هغه کسانو ته بلنه ورکول کیږي چې په لومړي پړاو کې یې معیاري نمرې ترلاسه کړي وي.