د لوی اقتصاد د مدیریت د پیاوړتیا او د فساد پر وړاندې د مبارزې او د اقتصادي اصلاحاتو د پروګرام د بررسۍ چې د پیسو د نړیوال صندوق لخوا یې ملاتړ کیږي په برخو کې د افغانستان د حکومت لخوا د تر لاس لاندې نیول شویو تدبیرونو په اړه په افغانستان کې د پیسو د نړیوال

په اوسنیو سختو شرایطو کې د افغانستان د ترلاسه شویو بریالیتونو یادونه خورا ډېر ارزښت لري

په دې وروستیو اونیو کې خبري راپورونه، په افغانستان کې د پرمختګ او پرمختیا لپاره ناهیله کوونکي خبرونه دي. د می په ۳۱ نېټه د کابل په ښار کې یوه ستره چاودنه وشوه چې په کې یو شمېر وګړو خپل ځانونه له لاسه ورکړل او ورسره سم د هېواد په ځینو سیمو کې یو لړ حملې هم ترسره شوې. سیاسي کړکیچ اوس هم د یوې تلپاتې سولې لپاره د هڅو پر وړاندې ګواښ دی چې هغه ته له رسیدو پرته، سوله، د اقتصاد ښه والی او پیاوړتیا له ستونزو خالي نه ده.

په دا ډول له ننګونو ډکو شرایطو کې دا کار مهم دی څو په بریالیتوبونو باندې چې په پایله کې په افغانستان کې د ثبات، سوکالۍ او ځان بسیاینې لامل کیږي، هم خپله پاملرنه وکړو.

له دې ټولو ستونزو سره سره بیا هم تیر کال د ودې کچې زیاتوالی موندلی، د انفلاسیون کچه په یو رقمي شمېرې کې پاتې ده او صادراتو پر ودې پیل کړی دی. تیره میاشت افغانستان د هغو هېوادونو له لست څخه چې د پیسو د وینځلو او د ترهګرۍ د تمویل پر وړاندې په نړیواله مبارزه کې یې همکاري نه درلوده، بهر شو. د لوی اقتصاد د مدیریت د پیاوړتیا او د فساد پر وړاندې د مبارزې په برخو کې د افغانستان حکومت لخوا د تر لاس لاندې نیول شویو تدبیرونو پر بنسټ د اقتصادي اصلاحاتو د پروګرام لومړنۍ بررسي چې د پیسو د نړیوال صندوق د مالي تنظیماتو لخوا یې ملاتړ شوی ؤ، د می په میاشت کې په بریالیتوب سره پای ته ورسیده. دا کار د پیسو د نړیوال صندوق لخوا د ۶ میلیونه امریکايي ډالرو د ورکړې لامل شو چې د دې پروګرام له پیل څخه تر اوسه پورې د دې ادارې لخوا ۱۲ میلیونه امریکايي ډالره ورکړل شوي دي. دا کار همدا ډول نورو بسپنه ورکوونکو ته دا پیغام رسوي چې اقتصادي اصلاحات خپل ټاکل شوي لوري ته په حرکت کې دي.

په افغانستان کې ډېری خلک امنیتي وضعیت او د ژوند د لومړنیو اړتیاو تأمینولو ته اندیښمن دي او امکان لري چې د پیسو د نړیوال صندوق له رول څخه د اړتیا وړ اقتصادي اصلاحاتو د تطبیقولو په برخه کې د افغانستان حکومت له ملاتړ څخه بې خبره وي. راځئ چې د دې ادارې په رول باندې یو څه رڼا واچوو.

افغانستان په ‍۱۹۵۵ کال کې د پیسو د نړیوال صندوق غړیتوب ترلاسه کړ او زمونږ رول په ۲۰۰۲ کال کې هغه مهال ټینګښت وموند چې دې ادارې افغانستان سره د شاوخوا ټولو بهرنیو پورونو په تصفیه کولو کې مرسته وکړه. وروسته له هغې، د پیسو نړیوال صندوق چې په جنګ ځپلو هېوادونو کې کافي تجربه لري، د اقتصادي بیا رغونې او دولت ته د اقتصادي اصلاحاتو د پالیسیو په برخو کې خپل ملاتړ ته دوام ورکړ. په افغانستان کې د پیسو د نړیوال صندوق شتون او فعالیت له انساني لګښتونو خالي نه دی: په ۲۰۱۴ کال کې ښاغلی وابل عبدالله چې زمونږ کاري غړی او د ډېرو افغانانو یو ښه ملګری هم ؤ، په بې رحمانه ډول په کابل کې ووژل شو.

په ۲۰۱۴ کال کې د بهرنیو ځواکونو له کمیدو او وتلو وروسته، هغه مهال چې د افغانستان اقتصادي ننګونې ډېرې شوې وې، د پیسو نړیوال صندوق (IMF) خپل فعالیت په دې هېواد کې زیات کړ. غواړم دلته د افغانستان د اصلاحاتو د پروګرام په برخه کې د پیسو د نړیوال صندوق (IMF) د اوسني ملاتړ درې مهم او ځانګړي اړخونه روښانه کړم:

" د فساد پر وړاندې مبارزه چې اوس هم په افغانستان کې ترسترګو کیږي د پیسو نړیوال صندوق (IMF) له حکومت سره د حقوقي اډانې د پیاوړتیا په برخه کې مرسته کوي څو ټولو ته وښايي چې فساد د نړیوالو معیارونو سره سم جرم ګڼل کیږي او له بلې خوا، لوړ پوړي دولتي چارواکو په http://anti-corruption.14010gov.af/en/page/tast/  ویب پاڼه کې د خپلو شتمنیو په ثبتولو او اعلانولو سره د خلکو پر وړاندې ځواب ویونکي دي. په داسې حال کې چې افغانستان په دواړه برخو کې پرمختګونه درلودلي، خو سره له دې هم ډېر کار ته اړتیا لیدل کیږي.

د افغانستان د خزانو بیا ډکول؛ د ۲۰۱۴ کال راپدېخوا د افغانستان دولت د پیسو د نړیوال صندوق (IMF) په ملاتړ بریالی شوی چې د هېواد عواید له ۵۰ سلنې څخه زیات کړي. دا کار د عوایدو او ګمرکونو په ریاستونو او په مالیاتي نظام کې د اصلاحاتو په پایله کې ترلاسه شوی دی. ترلاسه شوي عواید اوس مهال ډېری په روغتیايي، ښوونیزو او بېخبنسټیزو پروژو باندې په لګښت رسیږي. دا لاسته راوړنه نه یوازې د هېواد له اقتصاد سره د ځان بسیاینې په برخه کې مرسته کوي، بلکې بسپنه ورکوونکو هېوادونو او مؤسسو ته دا پیغام ورکوي چې افغانستان کیدای شي د اجراء وړ پروژه وي.

د بانکي سکتور پیاوړتیا: د پیسو نړیوال صندوق (IMF)، له مالیې وزارت او (د افغانستان بانک) سره د کابل بانک د ۲۰۱۰ کال د کړکیچ منفي میراث ته د رسیدو په برخه کې چې په  کې د افغانانو شاوخوا یو میلیارد امریکايي ډالره ورک شوي ؤ، ملاتړ کوي. دې کړکیچ د افغانستان بانک په مالي صورت حساب کې د پام وړ تشه رامنځ ته کړه، ځکه دې بانک کابل بانک ته د دولت د پیسو په پور ورکولو سره د کابل بانک له امانت ایښودونکو سره د خپلو پیسو د ترلاسه کولو په موخه مرسته کړې. د یاد پروګرام موخه چې د پیسو د نړیوال صندوق (IMF) لخوا یې ملاتړ کیږي، د دې تشې ډکول دي چې د ۲۰۱۹ کال تر پایې پورې به دوام ومومي څو د افغانستان بانک زېرمې بیا ډکې او همدا ډول د افغانستان د مالي سیستم په ثبات کې د افغانستان بانک رول پیاوړی کړي. که څه هم دا کار په لومړني پړاو کې دی، خو سره له دې هم دولت د دې موخې د تأمینولو لپاره په سم لوري روان دی.

د یو سوکاله او روښانه راتلونکي رامنځ ته کول ډېر لوی کار دی چې د افغانستان د ټولو خلکو او نړیوالې ټولنې ژمنې، سرښندنې، او هر اړخیزو کوښښونو ته اړتیا لري. د پیسو نړیوال صندوق دې موخې ته په بشپړه توګه ژمن دی او په دې برخه کې نه یوازې له افغانستان سره، بلکې له نورو نړیوالو شریکانو لکه نړیوال بانک سره چې په افغانستان کې بنسټیز کارونه ترسره کوي، یو ځای کار کوي. دا چې سوله تر اوسه پورې نه تر سترګو کیږي، نور مونږ د پیاوړي ادارو له لارې د اقتصادي بېخبنسټونو د جوړولو په لټه کې یو. په پایله کې، دا کار به هېواد ته د پام وړ نړیوالو مرستو د اغیزناکه کارونې اجازه ورکړي او همدا ډول د پانګونې او د دندو د پیدا کولو په موخه به د یو فعال خصوصي سکتور د جوړولو په برخه کې مرسته وکړي څو هېواد مو د ښیرازۍ په لوري بوځي. سرچینه: هشت صبح