د عامه اعتبارونو د ثبت سیستم ته د لاسرسۍ په موخه له دوو کوچنیو مالي مؤسسو سره هوکړه لیک لاسلیک شو

کابل، ۱۳۹۶ د زمري ۱۴ـ د افغانستان بانک بانکونو او مالي مؤسسو لپاره د اسانتیاوو د رامنځ ته کولو په لړ کې له Exchange Zone  او (Islamic Investment and Finance Cooperative)  مؤسسو سره د عامه اعتبارونو د ثبت د سیستم د کارونې هوکړه لیک لاسلیک کړ.

د افغانستان بانک دویم مرستیال ښاغلي محمد قسیم رحیمي د دې هوکړه لیک د لاسلیکیدو پر مهال وویل چې مالي ادارې کولای شي د عامه اعتبارونو د ثبت سیستم ته په لاسرسۍ سره د هغه اشخاصو د اعتباري سوابقو په اړه کافي معلومات ترلاسه کړي چې د مالي خدمتونو په ځانګړې توګه د پورونو د اخیستلو غوښتونکي وي.

ښاغلي رحیمي همدا ډول زیاته کړه چې دې سیستم ته په لاسرسۍ سره اشخاص او سوداګریزې مؤسسې کولای شي مالي پیسو ته لاسرسي زیاته او د مالي خدمتونو د وړاندې کولو په کچه کې د عمل او رونټیا چټکتیا رامنځ ته کړي.

د عامه اعتبارونو د ثبت د دفتر موخه مالي مؤسسو، سوداګریزو بانکونو، مخابراتي شرکتونو او اړوندو ادارو لپاره د معیاري اعتباري معلوماتو راټولول او د ښه اعتباري خدمتونو وړاندې کول دي. د عامه اعتبارونو د ثبت د سیستم د اسانتیاوو په کارونې سره مالي مؤسسې کولای شي چې د پور د اخیستلو په موخه د مشتریانو د مراجعې پر مهال د مشتریانو د اعتباري سوابقو په اړه معلومات ترلاسه کړي.