د افغانستان بانک، خصوصي او دولتي بانکونو استازو ته د چارو د سمون په موخه لارښونه وکړه

کابل، ۱۳۹۶ کال د زمري ۱۷- د افغانستان بانک د خصوصی او دولتي بانکونو له استازو سره د مالی راکړو او ورکړو او همدا ډول په مالي معاملو کې د ستونزو د مخنیوي په اړه غونډه وکړه.  د غونډې په ترڅ کې د افغانستان بانک عمومي رئیس ښاغلي خلیل صدیق د بانکونو په ستونزو او د مالي راکړو او ورکړو په خوندیتوب خبرې وکړې او زیاته کړه چې ټول بانکونه باید د مالی قوانینو له معیارونو سره سم خپلې کړنې ترسره کړي او پرې نږدې چې تورو مالي معاملو ته لاره هواره شي.

ښاغلي خلیل صدیق د بانکونو د استازو د غوښتنو په اوریدو سره خصوصي او دولتي بانکونو ته لارښونه وکړه چې د افغانستان دننه ټولې مالي راکړې او ورکړې د قانون په رڼا کې ترسره کړي، څو نړیوالو ته جوته شي لکه څنګه چې افغانستان د نړیوالې مالي اقداماتو ډلې(FATF) له خړ رنګه نوملړ څخه په بریالۍ توګه بهر شو، همدا ډول د افغانستان مالي راکړې او ورکړې په خوندي او ډاډ منه فضا کې ترسره کیږي.

د افغانستان بانک تل ټینګار کړی چې د افغانستان د ټولو دولتي او خصوصي بانکونو په څنګ کې ولاړ دی او دولتي او خصوصي بانکونو سره د هر ډول معلوماتو او لارښونو شریکولو ته، چې موخه د مالي نظام پاکوالی وي چمتو دی، خو له بانکونو یې هم هیله وکړه چې خپلې ټولې کړنې پاکې، رڼې او د مالي قوانینو تر سیوري لاندې ترسره کړي.