د افغانستان بانک د لومړي ځل لپاره په مستقیم ډول په بیه لرونکو پاڼو کې پانګه اچونه وکړه

کابل، ۱۳۹۶ د زمري ۲۲ – د افغانستان بانک مشرتابه پلاوي د یوې غونډې له لارې د Indexation سیستم په مرسته په بیه لرونکو پاڼو کې د پانګې اچونې له امله د بازار د عملیاتو آمریت له کړنو څخه ستاینه وکړه.

د افغانستان بانک د نوښتونو په لړ کې دا ځل د ۲۰۱۷ کال د اګست میاشتې په ۲ نیټه د لومړي ځل لپاره د انډکسشن سیستم په مرسته د هېواده بهر په مستقیم ډول په بیه لرونکو پاڼو کې پانګه اچونه وکړه چې له نیکه مرغه مثبتې پایلې یې درلودلي دي.

په دې غونډه کې د افغانستان بانک لوی رئیس ښاغلي خلیل صدیق وویل چې د بریا د ترلاسه کولو په موخه د تکړه او وړو کسانو ټاکنه او ګومارنه، د وړتیاوو لوړول او د اغېزناکه کاري ډلې درلودل یو اړینه موضوع ده چې د افغانستان بانک د دغه اصل په پام کې نیولو سره د پرمختګ، نوښت او د ګټورو لاسته راوړنو شاهد دی.

ښاغلي خلیل صدیق زیاته کړه چې په دې برخه کې په مستقیم ډول پانګه اچونه هم د افغانستان بانک لپاره یوه مهم لاسته راوړنه ګڼل کېږي چې د افغانستان بانک کې د وړو او تکړه کسانو د ټاکلو او ګومارلو په پایله کې لاسته راغلې ده.

د افغانستان بانک تل هڅه کوي چې خپل فعالیتونه د نړیواله منل شویو معیارونو سره عیار کړي او د نړیوالو پرمختګونو سره سم ګام کېږدي.