د افغانستان بانک د بشري منابع د لوی آمریت مرستیال وپیژندل شو

کابل، ۱۳۹۶ کال د زمري ۲۵ ـ د افغانستان بانک مشر تابه پلاوی په ګمارنه کې د  ژمنیتا د اصل او د لوړو زده کړو لرونکو، وړ، مجربه او کار پوهه کارکوونکو د ټاکلو او ګمارلو په پام کې نیولوسره ښاغلی سید عبدالغفور سادات چې د مالیزیا، امریکا او لندن له معتبره پوهنتونونو څخه درې ماسټرۍ او د افغانستان بانک په بېلابېلو برخو کې کاري تجربه لري، د افغانستان بانک د بشري منابعو د لوی آمریت د مرستیال په توګه وټاکه او هغه یې د دې آمریت کارکوونکو ته وپیژنده.  

د افغانستان بانک لومړي مرستیال ښاغلي واحدالله نوشیر د ښاغلي سادات د پیژندلو پر مهال په خپلو خبرو کې وویل چې د افغانستان بانک د ګمارې په پروسه کې د وړتیا د اصل په پام کې نیولو سره تل هڅه کړې ده څو د لوړو زده کړو لرونکي، ځوان او نوښتګره کارکوونکي وګماري څو د افغانستان بانک په ورسپارل شویو چارو او کړنو کې ګټور واقع شي.

ښاغلي نوشیر زیاته کړه چې  د افغانستان بانک په بېلابېلو برخو کې د ښاغلي سادات د کاري سابقې په پام کې نیولو سره یې نوموړی د دې آمریت د پراختیا، پلان او پالیسۍ د مرسیتال په توګه ټاکلی او هیله لرم چې د اغیزناکه او ګټورو پروګرامونو په طرحه کولو سره به د اداري چارو او د خپلې اړوندې ادارې د لا ښه والي لامل شي.

په پای کې ښاغلي سید عبدالغفور سادات ژمنه وکړه چې د ورسپارل شویو چارو د لا ښه والي لپاره به هیڅ ډول هڅه او هاند ونه سپموي. د یادونې وړه ده چې د ښاغلي سادات په پیژندنه کې د افغانستان بانک د شعبو یو شمېر آمرینو او مرستیالانو هم ګډون کړی ؤ.