د افغانستان د بانکي او مالي انسټیټیوټ د مدیره پلاوي غونډه جوړه شوه

کابل، ۱۳۹۶ د زمري ۲۵ـ د افغانستان د بانکي او مالي انسټیټیوټ د مدیره پلاوي غونډه د افغانستان بانک د لومړي مرستیال ښاغلي واحد الله نوشیر تر مشرۍ لاندې جوړه شوه.

په پیل کې د بانکي او مالي انیسټیټیوټ اجرائیوي رئیس ښاغلي لطف الحق پسرلي د دې انسټیټیوټ د کړنو، لاسته راوړنو شپږ میاشتنۍ راپور او راتلونکي پرمختیايي پلان مدیره پلاوي ته وړاندې کړ.

د افغانستان بانک لومړي مرستیال ښاغلي واحد الله نوشیر د دې انسټیټیوټ د کړنو او لاسته راوړنو د راپور له اوریدو وروسته دا راپور مثبت وارزاوه او د هغه کړنو یې وستایلې او د دوي د راتلونکي پلانو او کړنو په برخه کې یې لازمې لارښوونې صادرې کړې.

په دې غونډه کې د دې انسټیټیوټ د مدیره پلاوي غړو هر یو د کوچنیو پورونو د ملاتړ (مسفا) رئیس ښاغلي بهرام برزین او د افغان ملي بانک عامل رئیس ښاغلي جاوید وفا د دې انسټیټیوټ د کړنو په اړه بحث او نظرونه  سره تبادله کړل او د دې ادارې له پرمختګ او لاسته راوړنو یې د خوښۍ څرګندونه وکړه.