بانکی سکتور د افغانستان د کریکټ بورډ ملاتړ کوي

کابل، 1396 د وږي 5-  د افغانستان بانک، د سوداګریز بانکونو او د کریکټ بورډ ترمنځ د همکارۍ غونډه جوړه کړه.

له هغه ځایه چې مرکزی بانکونه د اغیزناکه کړنو له لارې د بیلا بیلو برخو په ځانګړی توګه د فرهنګي او سپورتي  برخو په وده کې خپل رول لوبولای شي، د افغانستان بانک هم تل هڅه کړې ده څو  په هره  برخه  کې خپل مثبت رول ولوبوي چې ښه بیلګه یي د سوداګریز بانکونو او کریکټ بورډ ترمنځ د همکارۍ زمینه برابرول دي.

د افغانستان بانک لومړی مرستیال ښاغلي واحد الله نوشیر په هغه غونډه کې چې په همدې مناسبت جوړه شوې وه وویل چې د بانکونو او کریکټ بورد ترمنځ همکاري به د لوبغاړو د اقتصادي ودې او د کریکټ د پرمختګ لامل شي او بانکونه کولای شي له همدې لارې د بانکې خدمتونو او محصولاتو په پیژندنه کې ګټه تر لاسه کړي  او د بانکي سکتور په لا ودې کې ونډه واخلي او په پایله کې به په بانکی سکتور باندې د خلکو د باور د زیاتیدو لامل شي.

ورپسې د افغانستان د کریکټ بورد مشر ښاغلي عاطف مشعل د افغانستان بانک د ملاتړ څخه د مننې ترڅنګ وویل  چې  ډیرۍ بانکونه د ډیرو امکاناتو په درلودلو سره کولای شي د کریکټ ملي تیم ملي او نړیواله سیالیو لپاره تمویل کړي.

د دې غونډې په پای کې افغان ملي بانک، پښتني بانک، عزیزي بانک، الفلاح بانک، حبیب بانک، آرین بانک، فرست مایکروفایننس بانک او یو شمیر نورو بانکونه چمتوالې ښودلې چې د خپلې بودیجې له څیړنې وروسته به د کریکټ بورډ د سیالیو او نورو پروګرامونو د لګښتونو په ورکړه کې پریکړه وکړي.