په لویدیځ زون کې د عامه اعتبارونو د ثبت روزنیز ورکشاپ جوړ شو

هرات، 1396 د وږي 6- د افغانستان بانک په لویدیځ سیمه ایز زون هرات کې د عامه اعتبارونو د ثبت روزنیز ورکشاپ جوړ شو. دا ورکشاپ چې د نړیوال بانک په مالي مرسته جوړ شوی ؤ موخه یې  د منقولو اموالو د رهني حقونو ثبت او د عامه اعتبارونو د ثبت سیستمونو پیژندنه په ګوته شوې ده. په دې ورکشاپ کې د خصوصي بانکونو او د کوچنيو پورونو د مؤسسو د بیلابیلو برخو 70 تنه مدیران او کارکوونکو ګډون کړی ؤ.

د عامه اعتبارونو د ثبت سیستمونه په عملي، دقیق او علمي توګه د عامه اعتبارونو د ثبت د لوی آمریت مرستیال ښاغلي ناصر سهاک لخوا ګډونوالو ته وپیژندل شو چې د ګډونوالو لخوا یې تود هرکلۍ وشو.

د ورکشاپ پایله د لویدیځ زون د آمر ښاغلي انور شاه یوسفي لخوا تر څیړنې لاندې ونیول شوه او د خپلو خبرو په ځنډه کې زیاته کړه چې د هېواد د بانکي نظام د ټینګښت په برخه کې معیاری او نړیواله منل شویو موخو ته رسیدل یوازینی اړتیا ده څو د بانکې نظام ټول کارکوونکي ځانونه په دقیقه توګه له مسلکي پوهې سره آشنا کړي څو د بانکې خدمتونو په لوړولو کې ارزښتناکه رول تر سره کړي چې غوره بیلګه یې په دې ورکشاپ کې ګډون دی چې زمونږ په پوهه کې یې زیاتوالی راوسته.

د یادونې وړ ده چې د نړیوال بانک د سروې له مخې په 2011 کال کې په ټوله نړۍکې د عامه اعتبارونو د ثبت شاوخوا 85  دفترونه شتون درلوده چې له نیکه مرغه د افغانستان بانک د عامه اعتبارونو د ثبت لوی آمریت هم په دې لست کې شامل دی.

د افغانستان بانک د عامه اعتبارونو د ثبت لوی آمریت په 2008 کال کې د نړیوال بانک په مرسته جور شوې چې اوس مهال له 200000 تنو ډیر پیریدونکي د عامه اعتبارونو د ثبت په سیستم کې ثبت دي.