د افغانستان بانک د دویم ستراتیژیک پلان د پلي کولو په موخه غونډه جوړه کړه

کابل، 1396 د وږي 19- د افغانستان بانک دویم ستراتیژیک پلان ( 1396 - 1399)، د یو مهم او ستراتیژیک سند په توګه جوړ، ترتیب او د کړنو ښه والي او د چارو د لا همغږۍ په موخه د افغانستان بانک بېلا بېلو شعبو ته ورکړل شو. دا پلان د هېواد د اقتصادي او پولي لویو سیاستونو د موخو د عملي کیدو په برخه کې چې د بیو ټیکاو، اقتصادي وده او د ګمارنی مطلوبه کچه رانغاړي، د افغانستان بانک ژمنه منعکسوي.

د افغانستان بانک لوی ر‌‌‌ئیس ښاغلي خلیل صدیق په داسي حال کې چې د دې پلان د تطبیق په لاره کې شته ننګونو او د لومړي ستراتژیک پلان په تطبیق کې یې کمزوره او پیاوړو ټکو ته اشاره کوله، وویل چې  مناسبه اقتصادي وده، دوامداره پرمختیا او پر ځان بساینه، مناسبو او مساعدو زمینو لکه، د لوی اقتصاد د ټیکاو تأمینولو او ساتلو ته اړتیا ده. د افغانستان بانک د يوې متولي ادارې په توګه د افغانستان  د پولي او اسعاري سیاست د طرحه کولو، تدوین او پلي کولو ترڅنګ د هېواد د مالي او بانکي سکتور د تنظیمولو او څارنې او د هغه د سلامتیا او ټیکاو د تأمینولو په برخه کې خورا ستر رول او مسئولیت پر غاړه لري. د افغانستان بانک دویم استراتیژیک پلان د لارې د نقشي په توګه چې د افغانستان د سولې او پرمختیا له ملي اډانې سره سم او په همغږۍ کې جوړ شوی دی، د افغانستان بانک د ستراتیژیک لید لوري، لومړیتوبونو او کړنو ترڅنګ په راتلونکو څلورو کلونو کې د دي بانک تګلاره رانغاړي.

د افغانستان بانک لوی رئیس ښاغلي خلی صدیق زیاته کړه چې د افغانستان بانک ټول کارکوونکي باید د دې پلان د پلي کولو لپاره د هیڅ ډول هڅې او هاند نه دریغ ونکړي ځکه چې د دې پلي کول د افغانستان بانک پرمختګ او د بانک د عمومي سیاستونو پلي کولو ته نږدې کوي او مالي سیستم  لا علمي او اکادمیک کوي.

دا پلان اوه ستراتیژیک اصول لکه؛ ( د پولي سیاست د اغیزناکۍ لوړول، د حقوقي،  مقرراتي، څارنیزې اډانې سمون او پیاوړتیا، مالي خدمتونو ته د لاسرسۍ پراختیا، د ورکړې د نظام او د خطرونو د مدیریت د ګټورتیا زیاتوالی، د محاسباتي میکانیزمونو لوړول، بودجه جوړونه او داخلي پلټنه  او د معلوماتي تکنالوژۍ د بیخبنسټونو او سیستمونو لوړول او د امنیت ټینګښت د بشری منابع د میریت د سیستم ښه والی رانغاړي. د افغانستان بانک څلور  کلن ستراتیژیک پلان چې د بېلا بېلو شعبو ټولې کړنې رانغاړي، په څلورو راتلونکي کلونو کې د افغانستان بانک  د کړنو لارې ځانګړې کوي.