د افغانستان بانک د خدماتو آمریت اداری مرستیال د یو غونډې په ترڅ کې وپیژندل شو

کابل، 1396 کال د وږی 21- ښاغلي آخند جان رستاقي چې د افغانستان بانک په بېلا بېلو شعبو کې دنده تر سره کړې او  خپل ماستری سند د مالیزیا څخه تر لاسه کړې ده د خدماتو د اداری مرستیال په ټوګه د هغې آمریت کارکوونکو ته وپیژندل شو.

د افغانستان بانک دویم مرستیال ښاغلي محمد قسیم رحیمی د ښاغلي رستاقي د پیژندلو پر مهال وویل چې هیله لرو چې د ښاغلي آخند جان رستاقي  ګمارنې د خدماتو آمریت د اداري مرستیال په ټوګه د دی آمریت د ورځنیو چارود لا همغږۍ لامل شي او نورو شعبو ته د  خدماتو په برخه کې مناسبه کاری چاپیریال  جوړ کړي.

 په پاي کې د خدماتو اداري مرستیال ښاغلي رستاقي ژمنه وکړه چې د سپارل شویو چارو د لا ښه والي لپاره به هیڅ ډول هڅه او هاند ونه سپموي.