په ختیځ زون کې د عامه اعتبارونو د ثبت سیستمونو په اړه د عامه پوهاوی روزنیز ورکشاپ جوړ شو

ننګرهار، د 1396 د وږي په ۲۱ مه- د افغانستان بانک، په ختیځ سیمه ایز زون ننګرهار کې د عامه اعتبارونو د ثبت روزنیز ورکشاپ جوړکړ. دا ورکشاپ چې د نړیوال بانک په مالي مرسته جوړ شوی ؤ موخه یې د منقولو اموالو د رهني حقونو د ثبت او د عامه اعتبارونو د ثبت سیستمونو پیژندنه په ګوته شوې وه. په دې ورکشاپ کې د خصوصي بانکونو او د کوچنيو پور ورکونې د مؤسسو ترڅنګ د لاسي صنعت د ټولنو استازو او د بیلابیلو برخو ۶۵ تنه  ښځینه او نارینه مدیرانو او کارکوونکو ګډون کړی ؤ.

د عامه اعتبارونو د ثبت سیستمونه په عملي، کره او علمي توګه د عامه اعتبارونو د ثبت د لوی آمریت د مرستیال ښاغلي ناصر سهاک لخوا ګډونوالو ته وپیژندل شول او په بېلابیل برخو یې رڼا واچول شوه، ځکه دا سیستم یې د عامه اعتبارونو د ثبت په موخه تر ټولو مهم او بشپړ  سیستم دی چې د ګډونوالو لخوا یې هم تود هرکلی وشو.

د ورکشاپ په پایله کې د ختیځ زون آمر ښاغلي احمدزي توحید یار د عامه اعتبارونو د ثبت سیستم د ګټو په اړه بشپړ توضیحات ورکړل او د خپلو خبرو په څنډه کې زیاته کړه چې د هېواد د بانکي نظام د ټینګښت په برخه کې معیاري او نړیواله منل شویو موخو ته رسیدل یوازینۍ اړتیا ده، څو د بانکې نظام ټول کارکوونکي ځانونه په کره توګه له مسلکي پوهې سره آشنا کړي او د بانکې خدمتونو په لوړولو کې مهم رول تر سره کړي چې غوره بیلګه یې د دې  ډول ورکشاپونو په لاره اچول دي.

د یادونې وړ ده چې د نړیوال بانک د سروې له مخې په 2011 کال کې په ټوله نړۍکې د عامه اعتبارونو د ثبت شاوخوا 85  دفترونه شتون درلوده چې له نیکه مرغه د افغانستان بانک، د عامه اعتبارونو د ثبت لوی آمریت هم په دې نوملړکې شامل شوی دی.

د عامه اعتبارونو د ثبت ادارې چارواکي هم هڅه کوي چې د پور اخیستونکي لپاره اسانتیاوې رامنځته کړي، څو ډیرۍ متشبثین په ارامه  او ډاډمنه فضا کې له پور اخیستنې څخه ګټه پورته کړي.

د افغانستان بانک د عامه اعتبارونو د ثبت لوی آمریت په 2008 کال کې د نړیوال بانک په مرسته جور شوې چې اوس مهال له 200 زرو ډیر پیریدونکي د عامه اعتبارونو د ثبت په سیستم کې ثبت دي او ورځ تر بلې دا لړۍ پراخیږي.