د افغانستان بانک خبرتیا!

په دې وروستیوکې ځینو خلکو د ټولنیزو شبکو له لارې د  دوه سوه افغانۍ بانکنوټونو د چاپ او د هغه د چلند خبر خپورکړی دی.

د افغانستان بانک دغه خبر بی بنسټه بولي او هېوادوالو ته خبر ورکوي چې د هېواد پولي واحد500،100،50،20،10،5،2،1 او 1000 افغانۍ د انواعیو لرونکی دی چې په راکړه او ورکړه کې د ورځنیو اړتیاوو پربنست چاپ او په دوران کې راوستل شوي دی له همدې امله د پورته بانکنوتونو ترڅنګ د دوه سوه افغانۍ انواعیه د چاپ په اړه هیچ ډول پریکړه شوې نه ده.

د افغانستان بانک تمه لرې څو ګران هېوادوال د غیر مسؤلانه او له حقیقت پرته نظرونو له څرګندولو څخه ډډه وکړي څو د عامه ذهنونو د تشویش لامل نه شي.