د اسلامي بانکدارۍ پراختیا، اقتصادي ودې ته لاره هواره وي

کابل، ۱۳۹۶ کال د وږي ۲۸- د اسلامي بانکدارۍ له لارې د افغانستان اقتصادي ودې په اړه د عامه پوهاوي کنفرانس جوړ شو.

د دې کنفرانس موخه د اسلامي بانکدارۍ په اړه د عامه پوهاوي لوړوالی، اقتصادي وده او په دې لړ کې د شته ستونزو له منځه وړل  په ګوته شوي ول. د افغانستان بانک لومړي مرستیال ښاغلي واحدالله نوشیر د دې کنفرانس په ترڅ کې وویل چې که بدلون غواړو باید ټول یو بل سره لاس ورکړو او په کډه سره کار وکړو، ځکه د اسلامي بانکدارۍ وده او پر وړاندې د خنډونو له منځه وړل د دولتي او خصوصي بانکونو ترمنځ همغږۍ او همکارۍ ته اړتیا لري.

ښاغلی نوشیر زیاته کړه چې سوداګرۍ او اقتصادي وده هم د اسلامي بانکدارۍ پراختیا پورې تړلې ده، او همدا ډول د اسلامي بانکدارۍ او د نړۍ د مروجې بانکدارۍ او په ټوله کې د اقتصادي ودې په موخه د افغانستان بانک د ټولو خصوصي او دولتي بانکونو په څنګ ولاړ دی او د هر ډول مرستې لپاره چمتو دی.

په نړۍ کې د بانکدارۍ د سیستم له پرمختګ سره اسلامي بانکدارۍ هم وده کړې ده چې د اسلامي هېوادونو په منځ کې ډیرۍ مسلمانان هڅولي دي، څو په بانکونو کې پانګه اچونه وکړي او د اسلامي بانکدارۍ له لارې خپل شتمنۍ بډایه کړي.

د دې کنفرانس په درشل کې د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د خونې مرستیال خان جان الکوزي وویل چې دیني عالمانو ته ونډه ورکړل شوې چې هغوی خلک د دې بانکي نظام سره پیوستون ته وهڅوي. د ښاغلي الکوزي په وینا دا پروګرام په افغانستان کې د اسلامي بانکدارۍ د سیستم د پوهاوي او اقتصادي ودې په موخه ډیر مهم دی چې  د سوداګرۍ او صنایعو خونې یې ملاتړ کوي.

اسلامي بانکدارۍ سیستم په اسلامي اصولو او ریښو باندې ولاړ دی او په افغانستان کې به مثبت بدلونونه رامنځ ته کړي، ځکه اسلامي بانکداري د نړۍ د مروجې بانكدارۍ هدفونه تعقیبوي، یعنی د خلکو څخه د پیسو راټولول، او د ګټې لپاره د پیسو په کار اچول دي. خو اسلامي بانکدارۍ فعالیتونه د اسلامي اصولو په رڼا کې ترسره کیږي چې مهم اصل په کې د یوې معاملې څخه د لاس ته راغلې ګټې او تاوان ویشل دي.

ډیرۍ بانکونه چې په افغانستان کې فعالیت کوي د اسلامي بانکدارۍ څانګې یې هم فعالې کړې دي. د سوداګرۍ او صنایعو د خونې د مسئولینو په وینا یو شمیر خلک اوس هم د دیني حساسیتونو په وجه د دې خدمتونو څخه گټې اخیستنې ته چمتو نه دي، ځکه تردې مهاله هم د اسلامي بانکدارۍ په اړه بشپړ معلومات نه لري.

په دې کنفرانس کې د افغانستان بانک د استازو په شمول، دینې عالمانو، د ولسي جرګې استازو، د سوداګرۍ خونې مرستیال، د سوداګرۍ وزارت چارواکو ، د اتصالات مخابراتي شرکت استازو او دغه راز د دولتي او خصوصي بانکونو د چارواکو په ګډون د یوشمیر نورو بانکونو او بانکي ټولنو استازو برخه اخیستې وو.

ټولو ګډون والو د اسلامي بانکدارۍ په پراختیا او ودې ټینګار وکړ او د اسلامي بانکدارۍ پراختیایې د اقتصادې ودې سره وتړله چې لدې لارې کیدای شي په هېواد اقتصادي وده رامنځته شي.

د یادونې وړ ده اوسمهال د نړۍ له ۱۴۱  اسلامي بانکونو څخه  ۷۵ سلنه یې په منځنۍ ختیځ کې  فعالیت کوي او همدا ډول د نړۍ په ۴۰ هېوادونو کې نږدې ۳۶۰ مالي مؤسسې  چې سوداګریز بانکونه، بیمې کمپنۍ او مالي مؤسسات رانغاړي، اسلامي مالي کړنې ترسره کوي چې په مالي چارو او سوداګرۍ په پرمختګ کې اسانتیاوې رامنځته کړې دي.