د اسلامي بانکدارۍ په چارو کې د مالي چارو د څارنې د لوی آمریت مرستیال وپیژندل شو

کابل، 1396 کال د تلې1 - عبدالله لودین چې په دې وروستیو کې  د افغانستان بانک د عامل پلاوي لخوا د اسلامي بانکدارۍ په چارو کې د مالي  چارو دڅارنې د لوی آمریت د مرستیال  په توګه ټاکل شوی ؤ، د افغانستان بانک د لومړی مرستیال او سرپرست ښاغلي واحد الله نوشیر لخوا د یو رسمي غوندې په ترڅ کې وپیژندل شو.

ښاغلي واحد الله نوشیر د اسلامي بانکدارۍ په چارو کې د مالي چارو د څارنې د لوی آمریت د مرستیال د پیژندلو پر مهال وویل چې د افغانستان بانک تل هڅه کړې ده څو د مهمو پُستونه لپاره د لوړو زده کړو لرونکي او کار پوهه اشخاص وګماري چې د هېواد د بانکي نظام د لا ښه کیدو لپاره ګټور واقع شي، له نیکه مرغه ښاغلی لودین د دې ټولو یادو شویو صفتونو خاوند دی او  له همدې کبله د افغانستان بانک د مشرتابه پلاوی  لخوا تا‌ئید او په دی پُست کې وګمارل شو.

د افغانستان بانک دویم مرستیال ښاغلي محمد قسیم رحیمي د ښاغلي لودین د بریالیتوب هیله وکړه  او زیاته یی کړه  چې ښاغلي لودین د مالیزیا په هېواد کې د اسلامي بانکدارۍ په برخه کې  د دکتورا په کچه  زده کړې کړي دي او هیله ده چې د نوموړی  له علمي او مسلکي زده کړو څخه د بانکي نظام  په ځانګړې توګه د اسلامي بانکدارۍ د ښه والي  لپاره لازمه ګټه پورته شي.  

د یادونې وړ ده چې په دې غونډه کې د افغانستان بانک د لومړی او دویم مرستیال سر بیره د افغانستان بانک د بېلا بېلو شعبو آمرینو او مرستیالانو هم ګډون کړی ؤ.