د افغانستان بانک د یو شمېر پوهنتونو د اقتصاد، مالي او بانکي څانګو زده کړیالانو لپاره روزنیز ورکشاپ جوړ کړ

کابل، ۱۳۹۶ کال د تلې ۴ ـ د استراتیژیک اصل (د افغانستان بانک په سیاستونو باندې د خلکو د اعتماد د زیاتولو لپاره د پالیسیو د اعتبار د پیاوړتیا) په پام کې نیولو سره د افغانستان بانک د کنفرانسونو په تالار کې یو شمېر زده کړیالانو لپاره یو ورځینۍ ورکشاپ په لاره واچول شو.

د دې ورکشاپ په اوږدو کې د دوامدارې اقتصادي ودې او ټیکاو د ملاتړ په موخه د پولي سیاست د اغیزې پیاوړتیا، د مالي نظام د ټیکاو د تأمینولو په موخه د حقوقي، مقرراتي او څارنیزو بېخبنسټونو او اډانې ټینګښت، مالي خدمتونو ته د لاسرسۍ څرنګوالی، د عامه اعتبارونو سیستمونه او د بانک د دندو، موخو او سیاستونو اړوند نور موارد تر بحث لاندې ونیول شو.

د  افغانستان بانک لومړي مرستیال ښاغلي واحد الله نوشیر د دې ورکشاپ په پرانیستونکي وینا کې د دا ډول ورکشاپونه جوړیدل ګټور وباله او زیاته یې کړه چې د افغانستان بانک تل هڅه کړې ده څو د خپلو اصلي دندو د پرمخ بیولو ترڅنګ له اکاډمیکې ټولنې سره همکاره وي او له زده کړیالانو سره د بانک د عمومي سیاستونو، موخو، دندو او لاسته راوړنو په اړه د معلوماتو له شریکولو څخه درېغ ونکړي، ځکه د نن زده کړیالان د سبا رهبران دي.

ورپسې د افغانستان بانک دویم مرستیال ښاغلي محمد قسیم رحیمي د مالي نظام په لا روڼتیا باندې ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې د افغانستان بانک په پام کې لري څو د چارو د لا ښه پرمخ بیولو لپاره له هغه نويو فارغ شویو کادرونو څخه چې د ورځې له علومو سره آشنا او په پوهنتونو کې په عالي درجه کې واقع وي، ګټه پورته کړي. ښاغلي رحیمي د دې موضوع په څرګندلو سره د دې ورکشاپ له ګډون کوونکو زده کړیالانو وغوښتل څو د مسلکي پوهې په ترلاسه کولو کې زیاته پاملرنه وکړي، څو له دې ښه فرصت څخه لومړی همدوي ګټور شئ.

په دې ورکشاپ کې د پولي سیاست په موخو باندې چې د کورنیو بیو د ټیکاو ساتل، د اسعارو پر وړاندې د افغانۍ د ارزښت ساتل، د بیکارۍ د کچې کموالی او دوامداره اقتصادي وده ګڼل کیږي، په هر اړخیزه توګه بحث وشو او د بانکونو د څارنې د څرنګوالي، د پور ورکولو کوچنیو مؤسسو لپاره د جواز د وړاندې کولو او د مالي خدمتونو د وړاندې کولو د سیستمونو په اړه هم وضاحت وړاندې شو.

د دې ورکشاپ په بله برخه کې د عامه اعتبارونو د ثبت آمریت د عامه اعتبارونو د ثبت د سیستمونو په اړه د وضاحت تر څنګ زیاته کړه چې د عامه اعتبارونو د ثبت اداره مسئولیت لري څو د متشبثینو په اړه ټول کره معلومات په دې سیستم کې ثبت کړي څو د پور د ترلاسه کولو لپاره د مشتري د مراجعې پر مهال هم بانک او هم مشتري په آرام فکر اجراات وکړي.

ورپسې د افغان امانتونو د بیمې د ادارې آمر د دې ادارې د جوړیدو د موخې، د فعالیت د طریقې او عمده لاسته راوړنو په اړه خبرې وکړې چې وروسته یې د بانکي عملیاتو آمریت هم د بانکنوټونو د چاپ او خپرولو، د ملي پیسو د سمې کارونې د څرنګوالي او د پیر او پلور د معاملو پر مهال د هغه د ساتلو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړ.

ورپسې مالي خدمتونو ته د عامه لاسرسۍ د پراختیا آمریت د دې آمریت د جوړېدو د څرنګوالي او اهمیت د بیانولو په ترڅ کې مالي خدمتونو ته د هېوادوالو د لاسرسۍ وضعیت په اړه هر اړخیزه معلومات وړاندې کړ. د دې ترڅنګ، مالي خدمتونو ته د خلکو د نه لاسرسۍ ستونزو د هوارولو په موخه د ۲۰۱۸ زیږدیزکال تر پایه پورې د نړیوال بانک په همکارۍ د مالي خدمتونو د پراختیا ملي ستراتیژۍ (NFIS) د بشپړتیا په اړه ګډونوالو ته معلومات ورکړ.

د ورکشاپ په پای کې د افغانستان بانک د مشر تابه پلاوي لخوا د زده کړیالانو مطرح شویو پوښتنو ته د ځوابونو ترڅنګ ۴۰ تنه ګډون کوونکو ته تصدیق لیکونه ووېشل شو.  

د یادونې وړ ده چې د افغانستان بانک لخوا به له زده کړیالانو سره د معلوماتو د شریکولو په موخه دا وروستۍ ورکشاپ نه وي، بلکې په نږدې راتلونکي کې به دا ډول ورکشاپونه په بېلابېلو پوهنتونو کې په لاره واچول شي.