د افغانستان بانک د عالي شورا درې میاشتنۍ غونډه جوړه شوه

د افغانستان بانک عالي شورا د ۱۳۹۶ کال د تلې په ۸ نېټه د عالي شورا د رئیس او د افغانستان بانک د لوی رئیس ښاغلي خلیل صدیق په مشرۍ غونډه جوړه کړه.

غونده د نامناسبو بانکنوټونو د راټولولو او بدلولو د پروسې په اړه د افغانستان بانک د عالي شورا د رئیس ښاغلي خلیل صدیق په وینا پرانیستل شوه. ښاغلي خلیل صدیق د نامناسبو بانکنوټونو د راټولولو او بدلولو پروسه بریالۍ وارزوله او زیاته یې کړه چې د دې پروسې په اوږدو کې ۳.۱ ملیارده افغانۍ نامناسب بانکنوټونه راټول او په مناسبو بانکنوټونو تبدیل شوي دي.

همدا ډول ښاغلي صدیق له ګرانو هېوادوالو وغوښتل چې له دې وروسته د افغانۍ بانکنوټونو د خوندي ساتلو په برخه کې چې د افغانانو ملي هویت ګڼل کیږي، جدي پاملرنه وکړي څو د هغه د ژر زړیدو او د هغه په بیا چاپ باندې د لګښت مخه ونیول شي.

ورپسې د افغانستان بانک عالي شورا له اجنډا سره سم په تیرو دریو میاشتو کې د څارنیزو مسائلو، د پولي سیاست، حقوقي اډانې، د مالي نظام د ټیکاو او ټینګښت، د مدیریتي چارو او د داسې نورو اړوندو موضوعګانو په برخو کې د افغانستان بانک د کړنو او لاسته راوړنو راپورونه تر بحث او ارزونې لاندې ونیول چې تر ټولو مهمې طرحه شوې موضوعګانې یې په لاندې ډول لنډیز کیږي:

  په پیل کې د افغانستان بانک د عالي شورا لخوا د هېواد د اقتصادي وضعیت لکه؛ اقتصادي ودې، د ۱۳۹۶ مالي کال له پیل څخه د روان کال د وږي تر ۲۵ نېټې پورې د پولي سیاست د تطبیق د راپور، د هېواد د پولي او اسعار‎ي سیاست د موخو او اډانې، د پولي سیاست د ابزارونو، د پولي زېرمو او په ګردښت کې د پیسو د ودې د بهیر او د افغانستان د اداینیز بیلانس د جدول په اړه بحث وشو.

ورپسې عالي شورا په بانکي امانتونو باندې د الزامي زېرمو د رژیم په بدلون او د افغانستان له عمومي ستراتیژۍ سره سم د افغانستان بانک په پولي متحولونو او عملیاتي بودجې باندې د هغو په اغیزو چې له امله یې مالي خدمتونو او پور ته د هېوادوالو لاسرسۍ اسانه شوی، د بحث تر څنګ له مخکني (د ۷ ورځې له وروستۍ ټکټانې ۱ سلنه ټیټ) نرخ څخه د سلنې د لسمې برخې لسم (۰.۰۱) Ten Basis Point نرخ ته د شپې د امانتونو په اسانتیا باندې د اداینیزې ټکټانې نرخ بدل کړ. 

د افغانستان بانک د عالي شورا له تعدیلاتو او کتنو وروسته د شتمنیو د ډله بندۍ د مقررې تائیدول.

د هغه صعب الحصول پورونو او طلباتو ترلاسه کول چې د کارکوونکو له ضمانت پرته اجراء شوي دي او که چېرې خپله کارکوونکی هم نا درکه وي، نو د کارکوونکي د تقاعد له حقونو څخه وضع کیږي او د تقاعد پاتې مبلغ ورته د مراجعې پر مهال ورکول کیږي.

عالي شورا؛ د عالي شورا او عامل پلاوي د تصویبونو د تطبیق په اړه د افغانستان بانک د څېړنې د کمیټې راپور او ترسره شوې څېړنې له اوریدو وروسته تائید کړې او د هغه د لا ښه تطبیق په موخه یې لازم تصمیمونه ونیول.

د یادونې وړ ده چې د بانک عالي شورا په بانک کې د تصمیم نیولو تر ټولو لویه مرجع ده چې په هرو دریو میاشتو کې غونډه جوړوي او په بېلابېلو موضوعګانو لکه؛ سیاست جوړونې، د بانک د کړنو په طرحې، اجرااتو او لاسته راړونو باندې بحث او نظرونه سره شریکوي او د بانک او بانکي نظام د کړنو د ښه والي په برخه کې لازمې پریکړې کوي.