په بامیان ولایت کې د عامه اعتبارونو د ثبت روزنیز ورکشاپ جوړ شو

بامیان، 1396 د تلې 16- په بامیان ولایت کې د عامه اعتبارونو د ثبت روزنیز ورکشاپ جوړ شو. دا ورکشاپ چې د نړیوال بانک په مالي مرسته جوړ شوی ؤ موخه یې  د منقولو اموالو د رهني حقونو ثبت او د عامه اعتبارونو د ثبت سیستمونو پیژندنه په ګوته شوې ده. په دې ورکشاپ کې د خصوصي بانکونو او د کوچنيو پورونو د مؤسسو او د صنعت د ټولنو استازو 60 تنه مدیران او کارکوونکو ګډون کړی ؤ.

د ورکشاپ په پیل کې د  عامه اعتبارونو د ثبت سیسټمونه په عملي توګه د عامه اعتبارونو د ثبت د لوی آمریت مرستیال ښاغلي ناصر سهاک او  د هغې آمریت د کاري ټیم لخوا ګډونوالو ته وپیژندل شو.  

ورپسې د افغانستان بانک د بامیان د  نمایندګۍ مدیر ښاغلي محمد محسن د موضوع په اړه خبرې وکړې او زیاتې کړه چې د افغانستان بانک تل  هڅه کړې ده څو د هېواد په مالی نظام کې ړونتیا را منځ ته کړې چې غوره بیلګه یې د عامه اعتبارونو د ثبت سیسټمونه دې. داسیسټمونه  پور اخیستونکي او بانکونو لپاره  دیرې اسانتیاوې رامنځته کړی، ځکه بانکونه کولې شي د دې سیسټمونو په کارولو سره د ښه او بد پیریدونکي د بیوګرافي په هکله معلومات ترلاسه کړئ او په ډاډ سره پیریدونکي ته پور ورکړي او متشبثین هم د دې ډول الکترونیکي او اتومات سیسټمونو په شتون  کې کولې شي په ډیر کم وخت کې پور ترلاسه کړئ.

د یادونې وړ ده چې د نړیوال بانک د سروې له مخې په 2011 کال کې په ټوله نړۍکې د عامه اعتبارونو د ثبت شاوخوا 85  دفترونه شتون درلوده چې له نیکه مرغه د افغانستان بانک د عامه اعتبارونو د ثبت لوی آمریت هم په دې لست کې شامل دی.

د افغانستان بانک د عامه اعتبارونو د ثبت لوی آمریت په 2008 کال کې د نړیوال بانک په مرسته جور شوې چې اوس مهال له 200000 تنو ډیر پیریدونکي د عامه اعتبارونو د ثبت په سیستم کې ثبت دي.