د پیسو د نړیوال صندوق په کلنی غونډه کې د افغانستان بانک د مشرتابه پلاوي ګډون

کابل، 1396 د تلې 24- د افغانستان بانک د لوی رئیس ښاغلي خلیل صدیق او د افغانستان بانک د لومړي مرستیال ښاغلي واحد الله نوشیر او ورسره پلاوي  د پیسو د نړیوال صندوق  په کلنی غونډه او په څنډه کې یې په نورو غونډو کې ګډون وکړ.

د پیسو د نړیوال صندوق او نړیوال بانک کلنی غونډې د اکتوبر د میاشتې په دویمه اونۍ کې د واشنګټن ښار دپیسو د نړیوال صندوق او نړیوال بانک په مقرکې د مرکزي بانکونو د رئیسانو او د هغه د غړو هېوادونو د مالي او بانکي چارواکو په ګډون جوړې شوې وې.

په دې غونډه او د هغه اړوند په نورو غونډو کې د نړیوال اقتصاد اړوندې موضوګانې په پرمختللو،د غوړیدا په حال، پرمختګ په حال او لږ پرمختګ درلودونکو هېوادونو پر وړاندې ننګونې او لید لوري او د پولي، مالي او بانکي سیاستونه تر بحث لاندې ونیول شو.

د دې غونډې په څنډه کې د افغانستان بانک لوی رئیس د پیسو د نړیوال صندوق له مرستیال، د افغانستان په چارو کې د منځنۍ آسیا او مرکزي آسیا د پیسو د نړیوال صندوق مسئولو چارواکو، د امریکا د متحده ایالاتو د خزاندارۍ د وزارت چارواکو، د امریکا د متحده ایالاتو د مرکزي بانک ( فدرال ریرزف) چارواکو، دڅو مهمو نړیوالو بانکونو چارواکو او د پیسو د نړیوال صندوق د څو مهمو برخو له مسئولینو سره دوه اړخیزې لیدنې وکړې.

په دې غونډو کې د اړتیا وړ موضوعګانو او د همکاریو د ټینګښت او پیاوړتیا لپاره د زمینو په اړه نظرونه تبادله شول.

همدا ډول  د افغانستان بانک لوی رئیس د منځنۍ آسیا او مرکزي آسیا د سیمه ایز ګروپ په غونډو کې دافغانستان په استازیتوب ګډون وکړ.

د افغانستان بانک لوی رئیس ښاغلي خلیل صدیق او ورسره پلاوي په دې لیدونو کې د افغانستان لاسته راوړنې  او پرمختګونه په ځانګړې توګه د اقتصادي ټیکاو د ساتلو په برخه کې لکه؛  د انفلاسیون کنټرول او د هېواد د اسعاری زیرمو د زیاتوالي همدا ډول د بانکونو د حقوقي او مقرراتي اډانې د اصلاح او ټینګښت او د بانکي نظام دوضعیت د ښه والي په برخه کې پرمختګونه او د بانکونو د څارنې پیاوړتیا، د ترهګرۍ د تمویل او د پیسو د وینځلو ضد رژیم د ټینګښت، د فساد سره مبارزه او د هېواد د مالي او بانکي سکتور د ټینګښت په برخه کې د افغانستان جدي ژمنې د پورته یادو شویو چارواکو ته تشریح کړې او د افغانستان له بانکونو سره د نړیوال بانکونو د اړیکو د پراختیا او د مناسباتو د لا ټینګښت غوښتنه یې وګړه.