د پیسو د نړیوال صندوق پلاوي سره د افغانستان بانک پلاوي د خبرو اترو راپور

د افغانستان بانک د ټولو رئیس ښاغلي خلیل صدیق په مشرۍ د افغانستان بانک پلاوي د پیسو د نړیوال صندوق پلاوي او د افغانستان پلاوی ترمنځ غونډه کې ګډون وکړ. دا غونډه چې د ۱۳۹۶ کال د تلې میاشتې په دویمه اوونۍ کې د باکو په ښار کې جوړه شوې وه، د افغانستان لخوا د مرکزي بانک پلاوي سربېره، د مالیې وزارت پلاوي لکه د وزارت مرستیالانو، د مدیره پلاوي غړی (او د پیسو په نړیوال صندوق کې د افغانستان، ایران، پاکستان، الجزایر، ګانا، مراکش او ټونس ګډ استازی) ډاکټر جعفر مجرد او د پیسو د نړیوال صندوق له لوري د صندوق د منځني ختیځ او منځني آسیا د چارو ډیپارټمنټ مرستیاله آغلې دانیلا ګریساني، د صندوق د افغانستان چارو مسوول کریستوف دینوالد او ورسره مل پلاوي او د نړیوال بانک استازو او ورسره مل پلاوي ګډون کړی وو.

د دې خبرو اترو عمده موضوعګانې (چې تخنیکي او د سیاست جوړونې دوه عمده برخې رانغاړي) لاندې وړاندې کېږی:

۱. د ۲۰۱۷ کال لپاره د لوی اقتصاد د ثبات پر پیاوړتیا باندې متمرکزه د مقداري هدفونو د تطبیق ارزونه

۲. د تشکیلاتي سمونونو د څارنې هدفونو ارزول، په تېره بیا د هېواد د مالي او بانکي سکتور د پیاوړتیا په برخو کې

۳. د اقتصادي شاخصو او بدلونونو د وضعیت څېړل، په تېره بیا د لوی اقتصاد متحولین لکه د اقتصاد حقیقي وده، د انفلاسیون نرخ، عمده پولي شاخصونه، د اداینو بیلانس او د هېواد اسعاري زیرمې

۴. د ۲۰۱۸ کال او د منځ مهاله مودې لپاره د پورتنیو اقتصادي متحولینو وړاندې وینه

۵. د هېواد د مالي او بانکي سکتور وضعیت، د بانکي سکتور پرمختګونه او بدلونونه او د هېواد د بانکي او مالي سکتور د سلامتیا او خوندیتوب او د قانوني اډانې د پیاوړتیا او ښه والي په برخه کې د افغانستان بانک اقدامات او تدابیر او د دې ترڅنګ د پیسو د وینځلو او د ترهګرۍ د تمویل په وړاندې د مبارزې رژیم پیاوړی کول.

په دې کتنو کې د پولي سیاست، مالي سیاست او د اسعاري زیرمو د مدیریت په برخو کې په ۲۰۱۷ کال کې  د ټولو مقداري هدفونو د تطبیق او د دې ترڅنګ د تشکیلاتي سمونونو او د مالي او بانکي سکتور د ښه والي او د پیسو وینځلو او د ترهګرۍ د تمویل په وړاندې د مبارزې رژیم د پیاوړي کولو په برخو کې د افغانستان بانک او د افغانستان دولت کړنې د صندوق له لوري تايیدي او وستایل شول.

د دې ترڅنګ د تشکیلاتي سمونونو د څارنې هدفونو او د ۲۰۱۸ کال د لومړي او دویمې نیمايي لپاره د لوی اقتصاد د ټیکاو ساتلو باندې متمرکزه کمي هدفونو په اړه لومړني هوکړې شوي دي.

د خبرو اترو په پای کې د ګډون کوونکو پلاوو رئیسانو د خبرو اترو د لاسته راوړنو، د افغانستان او د پیسو د نړیوال صندوق د ګډو اقتصادي پروګرامونو د پرمختګ په اړه د خوښۍ څرګندولو په ترڅ کې د ۲۰۱۸ کال لپاره پر نوي هدفونو باندې  هوکړه د افغانستان د اقتصادي ټیکاو او پراختیا په لور یو مهم ګام وباله.