د افغانستان بانک، د مالي خدمتونو د پراختیا آمریت مسئولین د افغانستان دکلیو د پراختیا انستیتیوټ له مسئولینو سره لیدنه وکړه

د افغانستان بانک د مالي خدمتونو د پراختیا آمریت مسئولین د 1396 د لړم په 20 نیټه د شنبې په ورځ د مالي خدمتونو ته د خلکو د لاسرسۍ او د شمیرو د راټولولو په موخه  او هم د خلکو  د پوهې دکچې او مالي وړتیا د لوړولو لپاره دکلیو د پراختیا  انستیتیوټ د مسئولینو سره لیدنه وکړه. په دي غونډه کې د کمیتي او کیفیتي سروې د دیزاین د څرنګوالۍ او هم د مطلوبه پوښتنلیکونو په اړه بحث وشو.

په دې لیدنه کې، دکلیو د پراختیا  انستیتیوټ مسئولینو ژمنه وکړه  چې د یادې سروې په ترسره کولو کې چې ټاکل شوې  په 2018 میلادې کال کې پیل شي د افغانستان بانک سره هر اړخیز مرستو ته چمتوالۍ وښود.