د افغانستان بانک، د بهرنۍ مستقیمې پانګه اچونې د کره شمیرو د سروې په موخه چمتوالی نیولی

کابل، ۱۳۹۶ کال، د لړم ۲۳ - د افغانستان بانک د پولي سیاست کارکوونکو د بهرنۍ مستقیمي پانګې اچونې د سروې په موخه د پیسو نړیوال صندوق (IMF ) په غوښتنه، په افغانستان کې د بهرنۍ مستقیم پانګې اچونې په اړه د سروې لومړنۍ طرحه د افغانستان بانک له مشرتابه پلاوي سره شریکه کړه.

د افغانستان بانک لوی رئیس ښاغلي خلیل صدیق د غونډې په ترڅ کې د پولي سیاست د آمریت د بهرنۍ مستقیمې پانګې اچونې له طرحې څخه د خوښۍ ترڅنګ وویل چې د کره شمیرو راټولول او په افغانستان کې نړیوالو ته د کره بهرنۍ پانګې اچونې په اړه د شمیرو وړاندې کول د افغانستان د اقتصادي سکتور ځواکمنتیا او پیاوړتیا په ګوته کوي.

ښاغلي خلیل صدیق زیاته کړه چې د بهرنۍ پانګې او کورني تولید یا (GDP)  په اړه باید کره شمیره او احصائیه شتون ولري چې د دې سروې ترسره کول یې ښه پیل دی او وروسته له دې به ټولې ادارې د افغانستان بانک د راپور او شمیرو په تمه وي.

د افغانستان بانک د پولي سیاست آمریت وایې چې په دې اړه یې د مالیې او تجارت وزارتونو په ګډون یې له مرکزي احصائیې ادارې سره هم خبرې کړي چې د نوموړو ادارو په همغږۍ به د بهرنۍ پانګې سروې ترسره شي. دغه سروې باید د ۲۰۱۹ زیږدیز کال تر پایه بشپړه شي، ځکه د پیسو نړیوال صندوق هم غواړي چې د افغانستان بانک له خوا ورته د وړاندې شویو شمیرو له مخې خپلې پریکړې ترسره کړي.

دیادونې وړ ده چې د یوه هېواد اقتصاد په پانګونې ولاړ وي، ځکه د همدې پانګونې په تر څ کې  تولید رامنځته کیږي او تولید بیا د وګړو هڅې او فعالیتونه د اقتصادي پیاوړتیا په موخه سره را یو ځای کوي، نو باید د اقتصادي نظام د ځواکمنتیا په موخه پانګونه تشویق، ملاتړ او وهڅول شي.