د افغانستان بانک د کارکوونکو د ګمارنې په پروسه کې د روڼوالي او شفافیت ډاډ ورکوي

کابل، ۱۳۹۶ کال د لیندۍ په ۴ مه-  د افغانستان بانک  د شمال زون آمریت مرستیالۍ څوکۍ لپاره، له اتلس کسانو چې د افغانستان بانک داخلي کارمندان او باندني نوماندان ول، آزموینه واخیستله.

 د افغانستان بانک لومړي مرستیال ښاغلي  واحدالله نوشیر د ګمارنې د آزموینې له پروګرام څخه د لیدنې پرمهال د ګمارنې په پروسه کې په روڼوالي ټینګار وکړ او زیاته کړه چې د افغانستان بانک له موخو څخه یوه هم د روابطو پرځای ضوابطو ته لومړیتوب ورکول، روڼوالی او د تشکیلاتي جوړښت د ښه تنظیم لپاره د استعداد لرونکو او په لوړو زده کړو د سمبال وګړو په دندو ګمارل دي.

ښاغلي نوشیر همدا ډول د افغانستان بانک له کتابتون څخه لیدنه وکړه  او د کتابتون د غښتلتیا ترڅنګ یې  وویل چې په افغانستان کې د مطالعې کلتور د دودولو لپاره باید ځوانان وهڅول شي چې د مطالعې یا لیک لوست لپاره وخت ورکړي، څو د لیک او لوست کلتور په افغانستان کې په تلپاتې دود بدل شي، ځکه مطالعه د کارکوونکو وړتیا لوړوي او مسلکي والي ته لارې چارې برابروي.

په همدې حال کې د افغانستان بانک دویم مرستیال ښاغلي محمد قسیم رحیمي هم له نوموړې آزموینې څخه لیدنه وکړه او زیاته یې کړه چې د افغانستان بانک د نورو موخو ترڅنګ غواړي، کار وړ او ځواکمنو کسانو ته وسپاري چې په دې اړه خپلو موخو ته رسیدلي او د همدې لپاره غواړي چې د ګمارنې پروسه رڼه ترسره شي.

نوموړي د آزموینو پروسې ګډونوالو ته ډاډ ورکړ چې د افغانستان بانک  د آزموینې پروسه ډیره رڼه او پاکه ترسره کیږي او د هر ډول ستونزو د لیدو پرمهال ګډون وال کولی شي خپل شکایت له د افغانستان بانک سره شریک کړي.

د یادونې وړه ده، د دې آزموینې اعلان د افغانستان بانک د ټولنیزو شبکو او رسمي سایټ له لارې ۱۵ ورځې مخکې ترسره شوی ؤ چې اوسمهال یې تحریرې آزموینه ترسره شوه.